د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو ټاکنو ته د کانديدانو د کمپاين د پيلېدو خبر ورکړ.
که څه هم د سې شنبې ورځ د جوزا ٢٦-مه د جون ١٦- مه د ټولټاکنو د کمېسون له خوا کانديدانو ته د کمپاين د پيلېدو ورځ ټاکل سوې وه، خو ځينو کانديدانو لا تر دې وړاندي په مرکز او ولايتونو کي د غونډو په جوړولو کمپاينونه پيل کړي وو.
ټاکل سوې ده چي د جمهوري رياست انتخابات دوې مياشتي وروسته د اسد پر ٢٩-مه نېټه ترسره سي.