د میدان وردګ ولایت دجلریز په ولسوالۍ کې د ملي پیوستون شپږ بېلابېلې پروژې د کلیوپراختیا وزارت (۳۴۰۰۰۰۰) مالي لګښت ګټې اخیستنې ته چمتو شولې .
د ميدان وردکو ولايت دجلريز په ولسوالۍ کې په تيرو دوو ورځو کې دملي پيوستون دپروګرام شپږ پروژې ګټې اخستنې ته سپارل شوي دي . دميدان وردکو ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رئيس جان محمد حکمتجو په وینا، په دغو پروژو کې د دريو پلونوجوړول ، داوبو دکانال پاکول ، داوبو بريښنا دتوليد دکوچني دستګاه درولو او داوبو د يوې زيرمې جوړول شامل دي . ددغو پروژو لګښت څه دپاسه درې مليونه څلور سوه زره افغاني دي چې دملي پيوستون د پروګرام له بودجي څخه او دسيمې دخلکو په سلو کې دلسو په ونډې سره بشپړې شوي دي .