له قطر نه د خپرېدونکي الجزیرې تلویزیون د عربي او انګلیسي څانګې دوه خبریالان په کابل کې د ملي امنیت له خوا وړل شوي.
په کابل کې د الجزیری تلویزیون خبریال ولي الله شاهین لر او بر ویبپاڼې ته وویل حمید الله محمد شاه او قیس عظیمي ښايي د پلټنو لپاره وړل شوي وي.
د معلوماتو له مخې حمید الله محمد شاه ددې لپاره وړل شوی چې په کنړ ولایت کې د طالبانو له خوا تښتول شوی وو تر څو پیښه ملي امنیت ځان ته معلومه کړي.
دا ډول قیس عظيمي پدې پلمه نېول شوي چې په کندز کې یې له وسلوالو طالبانو سره مرکه کړې او د مرکې پر مهال یې تصویر ښکاري، د امنیت په وینا قیس په رپورټ کې توازن ته پام ندی کړی.
د یادې وړ دی چې رسنۍ نه د طالبانو د احترام وړ دي او نه هم د افغان حکومت، دواړه اړخه خبریالان د خپل ځان دښمنان ګڼي چې ښکاره بیلګه یې د الجزیرې د خبریالانو تښتول په کنړ کې د طالبانو له خوا او بیا په کابل کې د حکومت له خوا.