کور / تازه خبرونه / ابراهيم عادل:د ګاز او تيلو د را ايستلو قرارداد کېږي

ابراهيم عادل:د ګاز او تيلو د را ايستلو قرارداد کېږي

د افغانستان د کانو او صنايعو وزارت وايي په نيژدې وخت کي به د يوې نړيوالي خصوصي کمپنۍ سره د ګاز او نفتو د را ايستلو قرارداد لاسليک کړي.


د کانو او صنايعو وزير محمدابراهيم عادل وايي د جوزجان او سرپل ولايتونو د ګاز او تيلو د را ايستلو په هکله ١١ نړيوالو خصوصي کمپنيو وړانديز ورته کړئ، چي د بالادوۍ په صورت کي به له يوې سره دغه تړون لاسليک کړي.


ښاغلي عادل وايي د افغانستان د سرپل او جوزجان ولايتونو ګاز د ٤٠ ميليارډه مکعب په شاوخوا کي او تيل يې د ٤٠ ميليون ټنه په شاخوا کي اټکل سوي دي.


 که افغان دولت د تيلو او ګازو د را ايستلودغه قراداد لاسليک کړي، د افغانستان د حکومت په سرمايه کي به په ميليونونو ډالره زياتوب راسي، په زرونو افغانانو ته به د کار زمينه مساعده سي او د ګاز او تيلو په نرخونو کي به د پام وړ ټيټوالئ راسي.