د ايران ظالم او خدای ناترسه اسلامي رژيم د انتخاباتو هغه جعلي سناريو چي د ولس په را کښې ايستلو سره يې و غوښتله ځانته يو دستاوېز جوړ کړي او نړۍ والو ته يې د خپل مشروعيت د سند په توګه وړاندي کړي، هغه ددوی پر ضد کار وکړ .
د ايران ويښ ولس چي د اخوندانو د دېرشو کلو ظلم ، سرکوب او تکبر په هغوی کي زړونه خوړين کړي وه دا ځل يې په خپل خښم سره د دغه تقلبي انتخاباتو پاېلې په لغته ووهلې او سينه يې سپر د خپل اعتراض د ابراز د پاره و بازارو او کوڅو ته را ووتل ترڅو نړۍ والو ته وښيي چي نورد دغه خونخواره رژيم د انتخاباتو د پايلو کلپه سکه پر هغوی باندي نه چليږي .
لاندي تصوير د خامنه ای رژيم د شعبده بازيو څرګندويه ده چي د اينډنيپنډنټ په ورځپاڼه کي خپور سوی دی .