کور / تازه خبرونه / د کابل د نن ورځي ورځپاڼو ته کتنه

د کابل د نن ورځي ورځپاڼو ته کتنه


د ۲۰۰۹ میلادي کال د جون د میاشتې ۱۶ نیټه

د ویسا خپلواکه ورځپاڼه
دې پخپل لومړي مخ کې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو د ځواکونو د نوي قومندان په حواله لیکلي دي، چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت ډیر وخت غواړي.
ورځپاڼې د همدې مطلب په دوام د ناټو د ځواکونو په نقل دا هم لیکلي دي، چې ناټو او افغان ځواکونه به په ګډه د بیارغونې، پرمختګ او ښې حکومتدارۍ په هدف کار کوي.
په ورځپاڼه کې د کریملین د بهرنۍ پالیسۍ د یو جګ پوړي چارواکي په حواله دا هم لیکل شوي، چې روسیه د افغانستان او پاکستان په اړه د امریکا نوې پالیسۍ څرګنده او شفافه بولي او د هغې ملاتړ کوي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې سیمې ته د طالبانو د فعالیتونو له پلوه د ورپیښو ګواښونو په اړه د پاکستاني چارواکو په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او لیکلي دي، چې طالبان د پاکستان هغه پروژه وه چې په یاغي څپه بله شوه.

د هیواد دولتي ورځپاڼه
دې بیا پخپله سرمقاله کې د کاندیدانو د انتخاباتي کمپاین پیل ته په اشارې لیکلي دي، چې کاندیدان باید پخپلو کمپاینونو کې د اساسي قانون او د انتخاباتو د قانون په رعایتولو سره د هیواد ملي ګټې او ملي یوالې په پام کې وساتي.
ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي، چې کاندیدان باید په یو بل د بې ځایه تورونو له لږولو ډډه وکړي او دوې اخلاق دا حق نلري چې د خلکو له پاکو احساساتو ناوړه ګټه پورته کړي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د کورنیو تولیداتو د ودې او پراختیا لپاره د هغې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼه
دې بیا د کاندیدانو د کمپاین پیل ته په اشارې پخپله سرمقاله کې کاندیدانو ته ځینې سپارښتنې کړي، چې پکې د زور ګويي تاوتریخوالي او له دولتي امکاناتو څخه د ناوړه ګټه اخستنې مخنیوې هم شامل دي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د موسې قلعه د ولسوال په حواله لیکلي دي، چې پدې ولسوالۍ کې امنیتي وضعه دومره ښه نده چې پکې د انتخاباتو لپاره کمپاین وشي.
په ورځپاڼه کې په کابل کې د نشه يې توکو د روګدو کسانو د حالت په اړه هم یو مطلب خپور شوې او لیکل شویدي چې په کابل کې ددوې شمیر مخ په زیاتیدو دې.

د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼه
دې بیا د انتخاباتي کمپاینونو پیل نه یوازې د کاندیدانو د پیژندګلوۍ لپاره یوه موقع بللې بلکې لیکلي دي، چې دا خلکو ته هم موقع ورکوي، چې د کاندیدانو په اړه دقیق معلومات ترلاسه کړي او د هغې پر بنسټ راې ورکړي.
ورځپاڼې په یو بل ځاې کې د کورنیو چارو د وزیر په وروستیو څرګندونو تبصره کړې ، چې ویلي دي ځینې حکومتي چارواکي له طالبانو سره مرسته کوي.
په ورځپاڼه کې دا هم لیکل شوي، چې قانومندي او د قانون حاکمیت د افغانستان د خلکو د سوکالۍ ضمانت دې.

د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼې
دې  ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې د روانو حالاتو په اړه بیلابیل مطالب او تبصرې خپرې کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې د نشه ي توګکو د تولید او قاچاق پر ضد د یوې اغیزناکې مبارزې لپاره د نړیوالې ټولنې د غښتلې مرستې د غوښتلو ترڅنګ دا هم لیکلي دي، چې له بزګرانو سره باید مرسته او همکاري وشي.
خو اصلاح بیا لیکلي دي چې نوې امریکايي قومندان غواړي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره اغیزمن ګامونه پورته کړي.

د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکه ورځپاڼه
دې پخپله سرمقاله کې د ترورزم پر ضد د روانې مبارزې د بریالیتوب لپاره د ترورستي شبکو د مالي منابعو له منځه وړل ضروري بللي.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام لیکلي دي، چې د ترورزم په خلاف په روان جنګ د ترورستانو د تمویلوونکو نیول یو ضروري اصل دې.
ورځپاڼې پخپل ننني کارټون کې په کابل ښار کې د واټونو د بیاروغنې بهیر انځور کړې، چې پکې دا بهیر ناقصه او کمزورې ښودل شوې.