کور / تازه خبرونه / لوړ دير: طالبانو او پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

لوړ دير: طالبانو او پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

په لوړ (بر) دير کي پاکستاني پوځيانو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې دي.

د پاکستان پوځ وايي دغه مرګ ژوبله د تصفيوي عملياتو پر مهال هغه وخت رامنځته سوه، چي پوځيان او طالبانو د لوړ دير په کمبړبازار کي سره مخ سول، چي له امله يې دوه پاکستاني پوځيان مړه او درې زخميان سوي دي.

پوځي مقامات وايي په دې مخامخ نښته کي يې نهه طالب وسله وال هم وژلي دي او په سيمه کي اوس هم له تيمرګره پوځي چوڼۍ څخه د طالبانو سيمي د توغنديو تر بريد لاندي دي.

همدا راز په دې سيمه کي د طالب ضد قومي لښکرو له خوا څلور طالبان وژل سوي او د هغوى درې پټنځايونه يې له منځه وړي دي.  

د سيمي اوسېدونکي وايي په بر دير کي ټول بازارونه تړلي دي، د خوراکي توکو او درملو کاختي راغلې او خلګ راز راز ستونزو سره مخ دي.