کور / تازه خبرونه / نوى قومندان: د ملکي کسانو د ژوند خيال ساتم!

نوى قومندان: د ملکي کسانو د ژوند خيال ساتم!

د امريکا د سپېشل فورس پخواني جنرال مک کرسيسټال په افغانستان کي د ناټو د عمومي قومندان په توګه کار پيل کړ.

جنرال کريسټال د ده د نوي دندي د پيلېدو په مراسمو کي ژمنه وکړه چي د عملياتو پر مهال به د ملکي افغانانو ساتني ته خاصه پاملرنه کوي.
کريسټال د جنرا مکرنين پر ځاى د پنټاګان له خوا په امريکا کي د ٥٦٠٠٠ امريکايي او ٣٢٠٠٠ نورو بهرنيو پوځيانو مشرۍ ته وټاکل سو.

پخوانى جنرال مکرنين ځکه تېره مياشت په ناڅاپي ډول له خپلي دندي ګوښه کړل سو، چي وايي په راتګ سره يې په افغانستان کي د ملکي کسانو په مرګ ژوبله کي خورا ډېر زياتوب راغئ او د هغه د قومندانۍ وروستۍ فاجعه د فراه د بالابلوک ولسوالي د ګراني د کلي قتل عام وو چي ١٤٧ ملکي افغانان چي ډېرى يې ښځي او ماشومان وو ووژل.

پنټاګان وايي نوى قومندان يې په ٢٠٠٢ کال په افغانستان کي د سپېشل فورس يا ځانګړو پوځيانو قومندان پاته سوئ دئ، چي خورا بريالي عمليات يې ترسره کړي دي.

تورنجنرال مک کريسټال نن د خپلي دندي په لومړۍ ورځ وويل د پوځي عملياتو پر مهال به يې زور پر بمباريو نه، بلکي د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ چاپو وهلو ته وي، چي دا کار به هم د طالبانو د مخ په پراخېدونکي نفوذ مخ ونيسي او هم به دملکي وګړو مرګ ژوبله کمه سي.

خو ډېرى افغان شنونکي د جنرال کريسټال پر راتګ اندېښمن دي او وايي دا چي امريکا په افغانستان کي نور پوځيان ځاى پر ځاى کوي، څرګنده خبره ده چي جنګونه به سختېږي او د ملکي تلفاتو شمېره به هم ورسره لوړېږي.