کرزی څه کوي؟
- افغانان اوس هم وخت لري چې د کرزي بدیل پیدا کړي
- راتلونکې اداره باید مصلحتي نه، بلکې مسلکي وي
- په ولایتونو د ولسوالیو بدلول ستونزې زېږوي
د افغانستان حزب وحدت مشر او په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی حاجي محمد محقق له ولسمشر حامد کرزي څخه په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د هغه په پلوي د کمپاین کولو په بدل کې په راتلونکي حکومت کې د ولسمشر د مرستیالۍ ترڅنګ د ۵ وزارتونو، په ولایتونو د خپل قوم د دوو ولسوالیو (جاغوري او بهسود) د بدلېدو او دده د قوم سیمو ته د ټولو غځېدلو لارو د پخېدو غوښتنه کوي.
محقق چې په قوم هزاره، د روسانو په وړاندې د افغانستان یو جهادي مشر او وروسته ددغه هېواد د کورنۍ جګړې یو اړخ دی، د روان کال د غبرګولي پر ۲۲ نېټه په یوه غونډه کې خپلو قومیانو ته وويل چې له خپلو پورتنیو غوښتنو څخه نه تېرېږي او که یې دغه غوښتنې ومنل شي نو ولسمشر کرزي ته به په ټولو ولایتونو کې کمپاین وکړي.
که پورته ذکر شویو غوښتنو ته د علمي او عملي اصولو په چوکاټ کې وګورو نو پوه به شو چې د یو لړ ستونزو او د افغانستان پر نورو مېشتو قومونو لپاره د منفي پایلو لرونکي دي.
که په راتلونکي حکومت کې د اوسنیو وزارتونو شمېر (۲۵) چې د نظر د خاوندانو په وینا اوس هم ډېر دی او ځیني وزارتونه له درنو لګښتونو پرته حکومت ته چندان ګټه نه لري، پر خپل ځای پاته شي نو په دغه هېواد کې د هزاره وروڼو سلنې ( ٪ ۹ )1 ته په پام سره د حکومت په چوکاټ کې د افغانستان مېشتو قومو د جوړښت له مخې دغه قوم ته باید ۵ وزارتونه ورنه کړل شي. که ورکول کېږي نو په کار ده چې د ټولو قومونو ترمنځ ورته انډول په پام کې ونیول شي، او پښتنو ته چې د افغانستان په سلو کې (۶۲،۷۳) 2 نفوس جوړوي، باید د قومي انډول له مخې د ښاغلي محقق له لوري د وړاندیز شوي طرحې په اصلاح سره د هزاره ګانو په پرتله اووه برابره وزارتونه ورکړل شي ( 9 % X 7 = 63 %) . له دې شمېرنې سره سم باید پښتنو ته د هزاره ګانو په پرتله پنځه برابره ډېر وزارتونه ورکړل شي او په دې توګه د وزارتونو شمېر له ۲۵ څخه ۳۵ دېرشو ته لوړ شي او ټول پښتنو ته ورکړل شي: 7 X 5 = 35.
د افغانستان اوسنيو شرایطو او د کرزي د واک تېرو تجربو ته په پام سره د راتلونکي حکومت په جوړښت کې باید تر ټولو لومړی مسلکي توب، کاري تجربه او وړتیا په پام کې ونیول شي نه ګوندي او شخصي امتیازونه. د ښاغلي کرزي د حکومت له سترو نیمګړتیاوو څخه یو همدغه تر عادي کرښې ور لوړ مصلحتیتوب دی، چې دې شي په خپل وار سره نورو ستونزو ته لکه بې کفایتۍ، اداري فساد، نا امنۍ او… ته لاره اواره کړې ده.
که ولسمشر کرزی د افغانستان مېشتو قومونو ته، هغه ته د رایو ورکولو په بدل کې رښتیا هم یادشوي امتیازونه ورکوي، او د رایو په اکثریت سره بریالی کېږي نو ورته په کار ده چې د خپلو مرستیالانو اوسنی شمېر (۲) لږ تر لږه ۱۰ ته، د وزارتونو شمېر ۵۰ ته او د ۳۴ ولایتونو شمېر ۵۴ ته لوړ کړي.
په ناانډوله توګه په ولایتونو د ولسوالیو بدلول په لوی لاس د افغانستان د قومونو ترمنځ د کرښو واضح کول، او ددغو قومونو ترمنځ د قومي تعصبونو اور ته لمن وهل دي. ځکه دغه کار په اروايي توګه یو قوم ته د برترۍ، او بل ته د کمترۍ احساس ورکوي، او له دې سره، پاته قومونه له دولت څخه فاصله پیدا کوي، د حکومت مرکزیت چې دا مهال ډېره اړتیا ورته لیدل کېږي، کمزوری کوي او بالاخره د سیمو د وېش امکان ډېرېږي. د هېواد په ځینو سیمو کې د روانو ستونزو او نا امنیو یو لامل هم، همدغه مشکل کېدای شي. له بلې خوا موږ په عملي توګه وینو هغه ولسوالۍ چې د طالبانو د رژیم تر نسکورېدو وروسته د یو امتیاز په توګه په ولایتونو بدلې شوي، له یوې خوا په تېرو اوو کلونو کې یوازي په نامه ولایتونه پاته شوې، او له بله پلوه یې مخورو سیاستوالو د خپل سیاست له مخې له مرکزي دولت څخه ددغه امتیاز په بدل کې د مننې پر ځای مخکنۍ خبرې ته په اشارې سره د برترۍ احساس پیدا کړ او په حکومت کې د پیاوړي رول لرلو سره سره یې له اپوزیسیون سره هم لاس پټ کړ او په دې توګه کرزي ته په یوه سرخوږي بدل شول.
پایله :
دې ټولو ټکو ته په پام سره، که ولسمشر حامد کرزی په رښتیا هم د بریالیتوب په صورت کې چې په سلو کې ۸۰ یې د ګټلو امکان هم شته، د ښاغلي محقق دغه غوښتنې ومني نو دا به د هغه یوه ستره تېروتنه، او د هغه د راتلونکي ادارې تر ټولو غټه نیمګړتیا وي. ځکه چې اشخاص به بیا هم د وړتیا پر ځای د مصلحت او معاملو پر بنسټ ټاکل کېږي او دا لړۍ به تر پایه دوام وکړي.
پر دې سربېره به د هېواد نور ډېرکي او لږکي قومونه په حکومت کې خپله ونډه کمه وینې، او له دې امله به له حکومت څخه بیا هم فاصله واخلي او له بېلابېلو لارو به له اپوزیسیون سره یو ځای شي چې دا کار به له شکه پرته بیا هم د تېرو شپږو کلونو په څېر د حکومت لپاره یو ستر چلنج وي. اقتصادي فعالیتونه به محدود وي او بیا به هم د هېواد د یوې برخې خلک په خپلو سیمو کې د بمباریو، وژنو او ناامنیو د درېدو غوښتنه کوي، او د بلې دا به یې په ارام فکر نندارې ته ناست وي.
له بلې خوا به په هېواد کې قومي بېلوالي ته نوره هم لار اواره شي او د تاریخ د نورو دورو په څېر به نور قومونه د هغه قوم/ قومونو په وړاندې عْقده واخلي چې په حکومت کې یې ونډه کمزورې، یا پر نشت حساب وي. له دې سره تر ډېره په عملي توګه د شمال او سوېل د بېلېدو امکان چې له ډېر وخت راهیسي یې یو شمېر ګاونډي هېوادونه په تمه ناست دي او کار ورته کوي نور هم ډېر شي.
حل لاره:
که رښتیا هم ولسمشر کرزی د محقق دغو، او دېته ورته د نورو کسانو غوښتنو ته د غاړه ایښېدو نیت لري نو د افغانستان نورو قومونو، په ځانګړې توګه پښتنو ته چې د هغه د واکمنۍ په کلونو کې خورا ډېر ځپل شوي او له حکومت څخه خپه ښکاري، په کار ده چې همدا اوس په ګډه سره کښېني، یا له ولسمشر څخه ددغه ډول کړنو د نه ترسره کېدو ضمانت واخلي، او یا هم په راتلونکو ټاکنو کې د یو بل غوره بدیل په لټه کې شي.