د پښتونخوا حکومت په قبايلي سيمو کي د بيت الله مسود د جنګياليو پر ضد د عملياتو د پراخېدو خبر ورکړ.
د پښتونخوا والي ويس احمدغني وايي په دغه ايالت کي د حکومت ضد فعاليتونو د پيلېدو او پښتونخوا ته د بهرنيو جنګياليو د راتګ اصلي لامل بيت الله مسود دئ چي بايد له منځه يوسي.
د پښتونخوا والي په اسلام آباد کي په يوه خبري کنفرانس کي بيت الله مسود د ټولي پښتونخوا د ناقرارۍ او د دوه نيم ميليونه پښتنو د بېځايه توب او په زورونو کسانو د وژني مسبب وباله.
ويس غني وويل: ((د پښتونخوا حکومت څو ځله د قومي مشرانو په ذريعه د بيت الله مسود سره د جوړ جاړي او د هغه د پوهوني کوښښ وکئ خو هغه بيا هم د پاکستان مخالفو او اسلام دښمنه عناصرو ته پناه ورکړه)).
هغه زياته کړه چي مرکزي حکومت پوځ او پوليسو ته په قبايلي سيمو کي د عملياتو د سختېدو امر کړئ دئ او تر هغه وخته به روان وي چي بيت الله مسود له منځه ځي.
همدا راز د پښتونخوا والي وويل د سوات ډېري سيمي د طالبانو له کنټرول څخه آزادي سوي دي او په سوونو بېځايه سوي کورنۍ کالام ستنې سوي دي.
ويس احمدي غني وايي له وزيرستان څخه د بېځايه سويو کسانو د وتلو کومه نښه نه ده ليدل سوې او که څوک له سيمي څخه راووزي، دوى تيارى ورته نيولئ دئ.