کور / تازه خبرونه / د القاعده شبکې مالي ملاتړى ونيول سو

د القاعده شبکې مالي ملاتړى ونيول سو

 

د حسن حسين بن الوان په نوم د سعودي يو تبعه په يمن کي د القاعده شبکې د مالي ملاتړ په تور نيول سوئ دئ.

د يمن د کورنيو چارو وزارت ويلي د حسين بن الوان په باب يې داسي معلومات ترلاسه کړي چي د اسامه بن لادن شبکې ته يې مالي امکانات برابرول.

په واشنګټن کي د يمن له سفارت څخه يوه خپره سوې خبرپاڼه وايي حسين بن الوان يې د يمن په ختيځ ښار ماريب کي نيولئ دئ او د تحقياتو دپاره يې يوه پټ ځاى ته انتقال کړئ دئ.