د سویلي نارامه ولایت هلمند چارواکي وايي چې پدغه ولایت کې پنځه ولسوالۍ عملا د حکومت په لاس کې ندي او وسلوال طالبان پرې اداره لري، د هلمند والي محمد ګلاب منګل نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته د هلمند د ولایت په اړه د معلوماتو د ورکولو په مهال وویل په پام کې لري، ترڅو دغه له لاسه وتې ولسوالۍ تر ولسمشریزو ټاکنو پورې بېرته په خپله ولکه کې راولي، هغه وویل له وسلوالو مخالفینو سره د جګړې لپاره به له نوې تګلارې کار واخلي، ګلاب منګل په ډاګه وویل هلمند هومره نا ارامه ندی چې په رسنیو کې یې انځور ورکول کیږي.
منګل وویل دوی هڅه کوي تر څو پر پولو امنیت خوندي کړي او ډېرې سرتیري ځای پر ځای کړي.
هغه په هلمند کې پر لاسته راوړنو هم خبرې وکړې، وې ویل د بیارغونې چارې په ګړندیتوب پر مخ ځي، هغه وویل پدې وروستیو څو میاشتو کې په هلمند کې اتلس لیسې جوړې شوي او شاوخوا نوي زره زده کوونکي په هلمند کې زده کړې کوي، چې تېر کال دا شمېره ایله پنځوس زره زده کوونکو ته رسېده.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه