په ډېره اسماعيل خان کي د بم چاودني له کبله نهه کسان وژل سوي او تر لسو ډېر ټپيان دي.
پېښه نن د يکشنبې په ورځ د ګڼي ګوڼي په يوه ډک تجارتي مارکېټ سوې ده چي له امله يې نهه کسان وژل سوي دي.
د پېښي مسئوليت چا پر غاړه نه دئ اخيستئ او پوليسو يې په باب پلټني شروع کړي دي، خو لومړني تحقيقات ښيي چي بم له مخکي په يوه رېړۍ کي ځاى پر ځاى سوئ وو.
د ډېره اسماعيل خان پوليس وايي په دې جرم يې دوه کسان نيولي او تحقيقات يې ځني شروع کړي دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه