24 جوزا 1388
دبغلان ولایت دښوونځيو دزده كوونكو ترمينځ دواليبال سيالۍ ترسره شوى
بغلان: د بغلان ولايت په مركز كې د ښوونځيو د زده كونكو ترمنح دواليبال د پسرلنۍ سپورتي سيالیو په لړ كى، نن دروان کال دجوزا دمیاشتی په24 مه نیته، د بغلان ولايت مركز دپلخمری ښار دهلكانو دزمان خیلواوکارته اتفاق دلیسود زده کوونکو ترمینځ د600 کوتی په ورزشى لوبغاړى كى ترسره شوى پكې د دغه ولايت ګڼ شمير دولتي چارواكو، استادانو،زده کوونکو او د واليبال مينه والو ګډون درلود .
د لوبى په پايله كى ۳ دصفر په مقابل كى د دذمان خیلو د ليسى په ګټه پاي ته ورسيده .همدارنګه په هخه لوبه كى چى دمیخانیکی اوسید جمال الدین ليسو ترمينځ ترسره شوه چي په نتيجه كى ۳ دصفر په مقابل كى د حضرت حمزه دليسى دتيم په ګته پايته ورسيد.
د یاد ونی ورده چی دوالیبال دغه سیالی دبغلان ولایت د پوهنې رياست دبدنى روزنۍ دآمريت لخوا په لاره اچول شوى چى دا ډول سياليو موخه د زده كونكو سپورتي وړتيا لوړول او له نيشه يي توكيو څخه د زده كونكو راګرځول دى.
دنوو ښوونكو داستخدام په موخه آزاده سييالۍ ترسره شوه
بغلان: دپوهنى وزارت دلارښوونى له مخى نن ديكشنبى په ورځ دروان كال دغبرګولى دمياشتى په ۲۴ نيټه، دبغلان ولايت دپوهنى رياست په تالاركى د ۳۰ تنو د دولسممو ټولګيو فارغانو دنوموړى ولايت د پوهنى رياست په اړونده ښوونځيو كى دتدريس په موخه د آزموينى په يوسيالى كې برخه واخيستله.
ياده دي وى چى نوموړى كسان به د آزموينى دنتيجى نه وروسته دبغلان ولايت د بيلا بيلوولسواليو په ښوونځيو كى درسمى ښوونكى په حيث وګمارل شى.
ديادونى وړده چى دپوهنى وزارت روان تعليم كال ته دپوهنې دكيفيت دښه والى نوم وركړى اوهڅه كوى په هيواد كى دښوونى اوروزنې روان بهير دكيفيت له مخې هم غښتلى كړي چې په ښوونځيو كې دتدريس كولو په موخه يې د دا ډول ازادو سياليو ترسره كيده يې يوه پرخه ګننلاى شو.
تدویر سمینار آموزشی آماده کی کانکور برای معلمین مکاتب ولایت لغمان
لغمان: امروز24 جوزا سال روان، سمینار یک روزه رهنمودی کتا بهای کانکور برای معلمین لیسه های ولایت لغمان در تالار ریاست معارف آنولایت دایرگردید.
سمینار متذکره ازطرف موسسه آسیا فوندیش و همکاری ریاست معارف براه انداخته شده که به تعداد132 تن ازمعلمین لیسه های مرکزی وو لسواليهاي ولایت لغمان اشتراک ورزیده اند که درباره اما ده کی کانکور دانستنی های ارزش مندی رافرا خواهند گرفت.
گفتنی است که معلمین متذکره شاگردان صنوف دوازدهم مکاتب سرد سیر را به مدت دوماهوشاگردان مکاتب گرمسیر را به مدت 45 روز درمکاتب مربوطه شان تحت آموزش قرار خواهیم داد.
په ارزګان كې هم د مور له ورځې لمانځنه وشوه
ارزگان: نن د ۱۳۸۸ هـ ش كال د غبرګولي ۲۴مه چې د مور له نيكمرغه ورځې سره سمه وه، د ارزګان او غزني په ګډون د هيواد په يوشمير نورو ولايتونو كې هم ولمانځل شوه او د غونډه والو لخوا له اسلامي او ټولنيز پلوه د مور پرعالي شخصيت او مسؤليتونو رڼا واچول شوه .
په هغه غونډه كې چې په همدې موخه د اروزګان د مركز ولايت د پوهنې په رياست كې جوړه شوې وه د دغه ولايت د پوهنې رياست پرچارواكو سربيره پكې ګڼو سيمه ايزو چارواكو، د بشري حقونو د ډلو استازو، د ښوونځيو زده كونكو او لسګونو ښځو ګډون كړى وو.
د مور له نړيوالې ورځې د نورو ملكونو په څير په افغانستان كې هم په داسې حال كې لمانځنه كيږي چې زرګونه دامهال د هيواد په ګوټ ګوټ كې د ښوونكو په توګه دنده ترسره كوي.