ددښت مزل ؤ، نو چي څونه فکر کوې هغومره خسته کن ؤ، په دې مزل کي څود دره یانوغوندي غله هم ورسره ول، مشرانوویل چي پردوی مو ډیرپام وي چي شی می درڅخه پورته نه کړي.
په دې ملګرو کي موڅوپه خوله تېز خلګ هم راسره ول، دوی يو له بل سره صلاح وکړه ، موږ تردانورو چابک یو پردالنډه لاربه ولاړسو، دخدای پامانی په توګه یې لاسونه پورته کړل روان سول جمیل پسې ورږغ کړل: کش پرواچوئ چي رفتار موووینم.
دجمیل پسې سترګه سوه، داسی روان ول لکه چي درانه وی سم نه سوای تلای، یوڅوغوټي هم ورسره وي چي د ددوی نه وې، جمیل هم اس پسي ورپونده کړ، هلته جي ورغلئ خپل اس يې جان محمد ددوي یوملګري ته ورکړ، څونفره ئۍ دتحقیق لپاره وروغوښتل اوورڅخه ئې وپوښتل :
تاسي دا ولي وړئ؟
داخوتاسي ته کومه ګټه هم نه لري، نوپرلاري يې غورځوي؟!
دلته نو ټول خلګ غوږغوږدي، پوښتني اودهغه عکس العمل اوسابقه څاري، ناست خلګ یو له بل سره وايی کاشکي ددې پوښتنو ضرورت نه وای پېښ سوئ.
جمیل بیرته آس ته ورغلئ له جان محمد څخه ئې پوښتنه وکړه: څنګه آس دئ ؟ جان محمد هم دیودلال غوندي د آس صفت ورته شروع کړ ، جمیل خپل آس زړه نا زړه له جان محمد څخه راروان کړ.
دجان محمد ملګري هم بیرته ور ته راوګرزیدل، جان محمد ورڅخه پوښتنه وکړه: جمیل څه ویل ؟
ملګري: هغه یوازي د خپل غوټواوغوړشو چي زموږ سره وې، په اړه ئې راڅخه پوښتنه وکړه، خوټول عالم اوجهان ئې راخبرکړاوپرخپله لارولاړ.
جان محمد: خیردئ غم ئې مه کوه مائې هم کسات واخیست.
ملګري: هغه څنګه؟
جان محمد: جمیل ما ته ویلی وه، اس ټینګ ونېسه ما سست نیولئ ؤ.