په ايران کښي ولسمشر لکه د نورو هېوادونو ولسمشران واک نه لري. د ولسمشر واک محدود دی او تر ډېره په جمهوري سيستمونو کې د لومړي وزير منصب ته ورته دی.
د واک سرچينه او مطلق واکمن د هېواد ستر لارښود یا ((ولي فقیه)) دی چې د ژوند تر پايه په دې دنده کار کوي. ولي فقيه د خلکو له خوا د ټولټاکنو له لارې نه غوره کېږي بلکه د امامي اثنا عشري شیعه عقيدې په اساس د نوموړي مذهب د دولسم ورک امام (مهدي) استازی بلل کېږي.
د هېواد ستر لارښود کولای شي چې د هېواد ولسمشر له دندې لرې کړي او یا بل هر رنګ بدلون راولي. مطلق واک لري او آن که ولسمشر وټاکل شي او ستر لارښود باور ولري چې مناسب سړی نه دی، لرې کولای یې شي. دا مهال علي اکبر خامنيي د هېواد ستر لارښود دی. تر نوموړي دمخه روح الله موسوي خوميني د هېواد ستر لارښود و. خامنيي او خوميني په ګډه د ايران په پخواني پاچا رضا شاه پهلوي په ۱۹۷۹ ز کال کې تخت چپه کړ او د واک ګدۍ یې خپله او د ايران نوم یې د ايران اسلامي جمهوريت ته واړاوه.
د هېواد د ستر لارښود تر څنګ په ايران کې د اساسي قانون د ساتنې په نامه یوه شورا (مجلس صیانت دستور)) هم شته دی. د ولسمشرۍ نوماندان د دې شورا له خوا غورچاڼ کېږي.
په اوسنیو ټولټاکنو کې ۴۷۵ کسانو ځانونه ټاکلي و چې ۴۲ په کې ښځې وې. خو د ايران د اساسي قانون د ساتنې شورا يواځې ۴ کسانو ته اجازه ورکړه چې ولس ورته رایې ورکړي. دا شورا هغه کسانو ته د نوماندۍ اجازه ورکوي چې د ايران اسلامي انقلاب ته یې ژمن ګڼي او پوهېږي چې د انقلاب مخالف نه دي. دا شورا ښځو او له امامي اثنا عشري شیعه وګړو پرته بل چا ته د نوماندۍ حق نه ورکوي.
د ايران د اتومي تګلارې، سياسې تګلارې، او په هېواد کې د بېلابېلو بدلونونو راوستلو واک ټول د هېواد د ستر لارښود سره دی. د ولسمشر واک تر اقتصادي تګلارې او د کورنیو چارو تګلارو پورې محدود دی. په بهرنیو چارو کې ډېر کم واک لري.
په کورنیو او بهرنیو چارو کې د ايران د ولسمشر واک بيا د ځينو نورو شورا ګانو سره شریک دی. د نمونې په توګه مجلس خبرا او د اساسي قانون د ساتنې شورا. همدا راز د ملي امنيت ستره شورا او د نظام د تشخیص شورا هم یو شمېر واکونه لري چې د ولسمشر واک محدودوي.
په پای کې ويلی شو چې د ايران ولسمشر مخکې له دې چې ولس یې وټاکي د ولي فقيه له څادره څېره راښکاره کوي. لومړی یې باید ولي فقیه او د هغه استازي (د اساسي قانون د ساتنې شورا) وټاکي او بيا یې باید ولس وټاکي.
ولي فقیه په شيعه عقیده کې د راتلونکي مهدي اخر زمان استازی دی. همدا استازيتوب ولي فقيه ته مطلق واک او آن الهي استازيتوب ته ورته واک ورکوي. د ايران د اساسي قانون د لومړي فصل پنځم بند وايي ((د زمانې د ولي* د غیاب په وخت کې امامت او د کارونو ولايت د عادل ، پرهېزګاره، مدير [چلونکی]، مدبر، او د خپل وخت پوه فقیه په غاړه دی.))
* د زمانې ولي په شیعه عقيده کې دولسم امام دی. مهدي نومېږي او ورک شوی دی. اثنا عشریه امامي شیعه ګان عقيده لري چې دا دولسم امام (مهدي) به یو وخت راښکاره کېږي او د دوی مشري به کوي.