کور / تازه خبرونه / د کابل ورځپاڼو ته کتنه

د کابل ورځپاڼو ته کتنه

د ویسا خپلواکه ورځپاڼه
 

دې ورځپاڼې د کاندیدانو د وروستي لسټ اعلان ته په اشارې لیکلي دي، چې اکثره کاندیدانو ته پکار نه وه، چې د خپلې کاندیداتورۍ اعلان يې کړې وې ځکه د انتخاباتو د خپلواک کمسیون د مشر په وینا ځینې کاندیدان د ملي ګټو په خلاف په اعمالو مشهور دي او ځینې يې رواني تکلیفونه لري.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو فعالیتونه څیړلي او د فرانسې د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز په حواله يې لیکلي دي، چې دوی په افغانستان کې په جنګي جنایتونو تورن دي.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ایران په انتخاباتو کې د وړاند وینې په خلاف د احمدي نژاد په بریا تبصره کړې او لیکلي دي، چې د افغانستان په انتخاباتو کې هم ممکن داسې څه پیښ شي ، چې وړاند وینه يې نه وي شوی.

د هیواد دولتي ورځپاڼه
 

دې ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې لیکلي دي، چې د کاندیدانو د وروستي لسټ له اعلان سره د انتخاباتو لپاره تیارۍ یو نوي پړاو ته ننوتلې.


ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي، چې په انتخاباتو کې د تر ټولو ستر مسؤلیت د خلکو په اوږو پروت دې څو یو سم کس ته راې ورکړي.


ورځپاڼې د خوکي انفلو انزا په وړاندې د عامې روغتیا وزارت تیاریو ته هم کتنه کړې او لیکلي دي، چې په هیواد کې د خوکي انفلوانزا پیښو ته د چټک ځواب ویلو لپاره یو سل او شپږ شپیته مرکزونه جوړ شویدي.

د ارادې خپلواکه ورځاڼه
 

دې ورځپاڼې بیا لیکلي دي، چې د هوفیاني او اکبر باې نومونه د کاندیدانو له وروستي لسټ څخه ویستل شویدي.


ورځپاڼې د هیواد د جنوبي ولایتونو او په تیره بیا د هلمند ولایت امنیتي وضعې ته هم کتنه کړې او د برطانیې د دفاع د وزارت په حواله يې لیکلي دي. چې سږنې دوبی به ډیر خونړی وي.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې مسئله پورته کړې او د امریکا ددفاع د وزیر په حواله يې لیکلي دي، چې د غیر پوځيانو مرګ ژوبله د امریکا او ناټو لپاره ماتې ده.

د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼه
 

دې ورځپاڼې بیا د جمهوري ریاست د کاندیدانو د ورورستي لسټ خپریدو ته په اشارې لیکلي دي، چې دا لسټ لا هم اوږد دې.


ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي، چې د خلکو د توقع په خلاف پدې لسټ کې لا هم د هغو کسانو نومونه موجود دي، چې ښه ثابقه نلري.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د ایران په انتخاباتو تبصره کړې او د هغې پایلې يې په دغه هیواد کې د دیموکراسۍ مرګ بللې.


په ورځپاڼه کې د کډوالو او له افغانستان نه بهر د پناه اخستلو ستونزو ته ځانګړې شوې دې.

د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼې
 

دې ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې وروستي پرمختګونه څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.


انیس پخپله سرمقاله کې په هیواد کې روانو امنیتي بیښو ته په اشارې د امنیت د ټینګولو په لارو چارو بحث کړې او پدې اړه يې ځینې سپارښتنې کړیدي.


خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې د مور د ورځې په پلمنه ددې هستۍ په اعظمت تبصره کړې او لیکلي دي، چې د مور سپارښتنه داده چې له نقاق او بدبینۍ ځانونه وباسۍ.

د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼه
 

دې بیا پخپله سرمقاله کې د کاندیدانو د وروستي لسټ خپریدو ته په پام سره دا پوښتنه کړې، چې ایا د شکایتونو د اوریدو کمسیون خپل کار په سمه توګه ترسره کړې دې.


ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي، چې دغه کمسیون هیڅ یو شکایت په سمه توګه ندې څیړلې.


دې ورځپاڼې بیا د ایران د انتخاباتو په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي، چې پدې انتخاباتو کې سیاسي کودتا شوې ده.


ورځپاڼې په افغانستان کې د لوږې او سوالګرۍ ستونزه هم څیړلې او لیکلي دي، چې دا ستونزه د کمسیون په جوړولو سره نه هواریږي.