کور / تازه خبرونه / د فټبال ستورى سي رونالډو په ٨٠ ميليونه پونډه خرڅېږي

د فټبال ستورى سي رونالډو په ٨٠ ميليونه پونډه خرڅېږي

د انګلستان د فټبال تر ټولو مشهور کلب مانچسټر يونايټيډ غواړي پرتګالى لوبغاړى سي رونالډود ريال مډريډ پر هسپانوي کلب وپلوري..


د سي رونالډو (کريسټيانو رونالډو) پر سر د هسپانيا د ريال مډريډ کلب ٨٠ ميليونه پونډه ايښي او غواړي له مانچسټر يونايټيډ څخه يې رانيسي..


د مانچسټر يونايټيد له کلب څخه يوه خپره سوې اعلاميه وايي رونالډو خپل وکالت د ريال مډريډ کلب ته ورکړئ، چي د ده د خرڅلاو په اړه له مانچسټر يونايټيډ کلب سره په خبرو کي بشپړ صلاحيت لري، دا ځکه چي دى نور نه غواړي په مانچسټر يونايټيډ کي ولوبېږي..


د مانچسټر کلب اداره وايي د جون تر ٣٠ مي به د رونالډود پېر او پلور معامله ترسره سي.


ريال مډريډ تېره اونۍ د برازيل يو ځوان لوبغاړى کاکا په ٥٦ ميليونه پاونډه رانيولئ و، چي د فټبال په تاريخ کي د يوه لوبغاړي د رانيولو تر ټولو غټ رقم وو، خو که رونالډو په ٨٠ ميلونه پاونډه رانيول سي دا به د ريال مډريډ له خوا د يوه لوبغاړي د رانيولو بل ريکارډ وي.  


د ريل ماډريډ کلب د دغه تصميم په اړه چي کله د دغه کلب د پخواني نوموتي غړي او په نړۍ کي د آزاد شوټ په استاد او ماهر پېژندل سوي فوټبالر ډېويډ بېکم څخه پوښتنه وسوه، هغه يې په ځواب کي تر يوې مرموزي خندا وروسته وويل: سي رونالډو يو ځوان، باانرژي او تکړه لوبغاړى دى خو که په مانچسټر يونايټډ کي پاته سي ډېر به ښه وي، ځکه دى يو انډيويجول يا فردي بازيګر دى چي دغسي عادت له ريل ماډريډ څخه د يوه لوبغاړي د ايستلو تر ټولو لوى لامل کېدلاى سي.