" /> " /> " /> " /> تهران: د انتخاباتي پايلو پر ضد مظاهره په تاوتريخوالي واوښته – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / تهران: د انتخاباتي پايلو پر ضد مظاهره په تاوتريخوالي واوښته video

تهران: د انتخاباتي پايلو پر ضد مظاهره په تاوتريخوالي واوښته video

د شنبې په شپه ماښام د ايران په پلازمېنه تهران کښي سلګونو کسانو
په لارو کوڅو کښي په ګډوډي او دکانونو د هندارو په ماتولو لاس پوري کړ ، دا
تاوتريخوالی تر هغه وروسته رامنځته سو چي يو شمېر خلکو د شنبې په ورځ د ايران د
ولسمشريزو ټاکنو د پايلو سره خپل مخالفت اعلان کړ او په مظاهرو يې لاس پوري کړ .



د لومړنيو خبرونو له مخي لاريون کوونکو د تهران د محسني په
څلورلاري کښي د اوسني ولسمشر احمدي نژاد عکسونه راوغوځول او ځينو دکانونو ته يې اور
ورته کړ ، پوليسو په دې پېښه کښي ځيني کسان بنديان کړي دي .

له بلي خوا د احمدي نژاد سيال موسوي د خپلي ويبپاڼي له لاري په
خپاره کړل سوي پيغام کښي ويلي دي چي ولس به د انتخاباتو په پايله کښي
ددرغلۍ پر وړاندي چوپه خوله پاته نسي  .