د اهل سنت والجماعت د برېلوي ډلي (په عامه اصطلاح زرغون لنګوټيانو) د عالم ډاکټر سرفراز نعيمي مړى په داسي حال کي خاورو ته وسپارل سو، چي پلويانو يې د طالبانو او ترهګرۍ خلاف شعارونه ورکول.
ډاکټر نعيمي پرون په لاهور کي د جمعې د لمانځه پر مهال په يوه ځانمرګي بريد کي ووژل سو، چي د قبايلي طالبانو (بيت الله مسود) ډلي يې مسئوليت پر غاړه واخيست.
طالبان وايي ډاکټر سرفراز يې ځکه وواژه چي د دوى پر ضد يې د يوې فتوا په صادرولو د پاکستاني پوځ د عملياتو ملاتړ کړئ وو.
د ډاکټر نعيمي د جنازې لمونځ د لاهور په ناصر باغ کي د مفتي راغب نعيمي په امامت ادا سو، چي د پاکستان د حکومت پلوه سياسي ګوندونو ځينو مشرانو هم ګډون پکښي کړى وو او جسد يې په جامعه نعيميه کي د هغه د پلار ترڅنګ خاورو ته وسپارل سو.
د تدفين تر مراسمو وروسته د ډاکټر نعيمي په زرونو پلويان د لاهور واټونو ته راووتل، د ترهګرۍ خلاف شعارونه يې ورکړل او د پاکستان له حکومت څخه يې په قبايلي سيمو کي د تروريزم ضد جګړې د چټکوالي غوښتنه وکړه.