په افغانستان کښي د القاعده شبکې د عملياتو مشر مصطفى اليزيد وايي جنګيالي يې په دغه هيواد کښي د خوراکي توکو او جنګي وسايلو له لږوالي سره مخ دي.
رويټرز آژانس د مصطفى اليزيد په حواله خبر ورکوي چي نوموړى وايي ډېرى مجاهدين يې پر ځاى ناست دي او د خوراکي توکو، وسلو او مهماتو د کمبود له مخي جنګ ځني پاته دئ.
مصطفى اليزيد د اروپايي اتحاديې د غړي هيواد ترکيې پر اوسېدونکو باندي ږغ کړى چي د ده په وينا مجاهدينو ته د خوراکي توکو، وسلو او پيسو اسانتياوي برابري کړي او که داسي ونسي له مجاهدينو به جهاد پاته سي.