کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / مهال(زمان) نسبي دئ او که ځای (مكان) ؟ د دې پوښتني ځواب

مهال(زمان) نسبي دئ او که ځای (مكان) ؟ د دې پوښتني ځواب

دا پوښتنه ډېره كيږي، چې مهال لومړى دى، كه ځای . او كوم يو نسبي دئ؟
ودغي پوښتيني ته چې سم ځواب وركړه سوى وي، لومړى مراجعه كوو و خلقت ته دالله(ج) او بيا
د الله تعالى و كلام ته .او مهال او ځائ سره پر تله کوو . وړاندي تر هرشي كه وكتل سي، واحد د مهال ورځ او شپه ده.
دغه ورڂ او شپه چې تېريږي يو مهال تعيين وي .
خو دغه ورڂ او شپه زموږ د ځمکي دكُرُّې د څرخېدو څخه او د لمر د رڼا څخه منځ ته راځي.
 په ډېره لوړه فضا كې چې زموږ د ځمکي څخه بېخي ډېر واټن لري په هغوسیارو کي مهال الله تعالی بل څېر ته تنظیم کړی نسبت زموږ د ځمکي مهال ته . هلته شپه او روڂ او کال په هغه سیارو کي بل شان ته سمون لري . د ساري په توګه : زهره (Venus) د دې سیارې یوه شپه او ورځ زموږ دځمکي ۸ میاشتي کیږي یاني دورځو په شمېرئي ۲۴۳ ورځي کیږي او یو کال دزهرې (Venus) ۲۲۴٫۷ ورځي د ځمکي کیږي یاني د وېنوس یوه ورځ د دې تر کال لا یو څو ورځي ډېره ده . او هم دغسي مریخ (Mars) راواخله چې دمارس (Mars) یو کال زموږ د ځمکي څه ناڅه دوه کاله کيږي ا و یوه ورځ او شپه ئي زموږ د ځمکي تر ورځ او شپي ۳۷ دقیقې ډېره ده .
اخستونکځی : (Google – Planet Erde)
په بې پایزه فضا کي چې هلته یو جسم موجود نه وي هلته هم مهال نه ښكاري .
زموږ دځمکي پرټول ځایوباندي یاني د قطبینو خواته ورځ او شپه یو شان ته نه وي . خو یوازي تقريبا ۵۵ درجې د عرض البلد دايره د استوا تر كرښي پورته او تقريبا ۵۵ درجې د
عرض البلد دایره د استوا تر كرښي لاندي په دغه حدود كښې ورڂ او شپه څرنګه چې موږ يې پېژنو
په نورماله توګه منځ ته راځي . الها تعالى پخپل كلام كښې داسي فرمايلي: بسمه تعالى: « تُو لِجُ الَّيلَ
فِى الَّنهَارِ وَ تُولِجُ النَّهَارَ فِى الَّيلِ » ٢٧ آيات دريمه سوره آل عمران . ژباړه: ننه باسي الله تعالى شپه
په ورڂ كښې او ننه باسي ورڂ په شپه كښې. الله تعالى په څو نورو ځايو كې د خپل كلام د دغي خبري
 ذكر كړى دى. لكه په ۶ آيات كې د ۵٧ سوره الحديد او په ٢٩ آيات كې د ٣١ سوره القمان . د الله(ج) خبره دانسان تر پوهې ډېره لوړه ده . ولي چې هر انسان د خداى(ج) آياتونه د خپل
پوهي په كچه تفسيره وي، خو د څښتن تعالى ويل تر هغه چې انسان پوهيږي لوړ دي .
الله(ج)يوځاي « تولج» او بل ځای بيا « يو لج» واي، ياني ننيستل ځيني مطلب دى . ځکه ننيستل يو حركت ښه يي ياني په يوځای كښې ورننوتل . (ننه باسي الله(ج) شپه په ورڂ كې او ورڂ په شپه كې). ننه يستل دلته، چې لمر پر لوېدوسي، د لمر خاته وخواته شپه را پورته كيږي او په غرب كښې لمر په غوټه كيدو وي، چې ورڂ پاي ته رسيږي، واي شپه په ورځي ورننه وځي. هركله چې بيا لمر راخيژي په لمر خاته كې رڼا ښكاري او په لمرلويده كې تياره وي. دلته نو ورڂ په شپه كې ورننه وځي . دغه ورڂ او شپه واحد
د يوي اونۍ (هفتې) ده. الله(ج) پخپل كلام كښې فرمايې: بسمه تعالى « اِنَّ رَبَّكُمُ اللّهُ الَّذِىۡ خَلَقَ السَّمواتِ
وَالاَرضَ فِى سِتَّةَ اَيَّامـ ثُمـَّ ستَوا عَلَى العَرشِ قف» ۵۴ آيات ٧ سوره الاعراف .
ژباړه: بېشكه چې رب ستا الله تعالى دى، هغه الله تعالى چې په شپږو ورځو كښې يې
آسمانونه او ځمکي پيدا كړه.او وروسته يې ودرا وه عرش عظيم. ياني اووه ورځي پوره سوي .ايا دغه اووه ورځي چې الله(ج)
دلته فرماي زموږ د ځمکي د اوو ورځو سره يو شان بيانوي او كه د الله(ج) اووه ورځي نوري دي . ياني د الله تعالى مهال موږ انسانان نسو تصور كولاي . الله (ج) آسمانونه او ځمکي خلق كړه او ورسته ئي بيا مها ل د ځمکي او دلمر د رڼا څخه پیدا کړه .
انسانان د خپلي پوهي سره سم د قرآن تفسير او ژباړه كوي، ځکه هغه شى چې پر ځمکه موږ وينو يا يې تصور كولاي سو یامو سدپه رسیږي په هغه ګون يې بيان كوو. او كه د خداى(ج)په كلام بيخي و نه پوهيدو نو ايمان پر را وړو منو ئي . ډېر دغسي شيان په قرآن عظيموالشان كې سته چې بشريت تر اوسه لا هم د هغو په پوهيدلو قادرسوى نه دى . موږ ته پرځمکه الله تعالى د لمر رڼا راكړې او دهغې په وسيله سره يې
شپه او ورځ خلق كړې، چې زموږ د مهال واحد جوړه وي . كله چې الله تعالى فرماي: ما په شپږو «ايامو» كې كائنات پيدا كړل او ورسته مي عرش ودراوه. دغه اووه ايامه د الله (ج) د انسان تر تصور لوړ دي . ځکه چې الله تعالى په هغه مهال كښې چې آسمانونه اوځمکي پيدا كول دغه زموږ د تصور مهال نه وو موجود٬ چې الله (ج) كائنات خلق كړه، چې زموږ فكر نه وررسيږي . الله تعالى موږ ته دا حساب راكوي چې موږ ئي تصور كولاي سو او موږ ته په ژوند كې په كار راسي . د خداى(ج)د كائناتو د خلقت حساب د انسانانو لپاره پر ځمکه څرنګه چې مو مخ كې هم وويل د وخت يو واحد سوى دى او زموږ د سياري تنظيم يې داسي ترتيب كړی، چې د شپې او د ورځي پيدايښت ځيني پلاس راځي. څرنګه چې تر مخ وویل سوه٬ چې الله(ج) ورځ په شپه او شپه په ورځ ننه باسي ٬ دا تنظيم الله (ج) داسي جوړ کړی دى، چې د ځمکي او د هغي د څرخيدو څخه پر خپل محور او د لمر د رڼا څخه شپه او ورڂ منځ ته راځي . كه يو د دغو درو څخه كمبود وي وخت په لاس نه راځي، چې دغه نظم پخپله الله تعالى د ځمکي پر سر تنظيم كړى .
د ځمکي وضعي څرخېده د لمر لويدو څخه د لمر ختو خواته په ٢۴ ساعتو كې دځمکي د كُرُّې ٣۶٠ درجې د لمر و مخي ته څرخي . نو په دغه حساب په يوه ساعت كې ١۵ درجې د لمر ترمخ تېريږي . كه د لمر رڼا او ځمکه او د هغې څرخېده پر خپل محور نه واې، نو به شپه او ورڂ هم نه واي .دغه حالت دا را ښه يې، چې مكان ثابت دى او زمان نسبي دى .

 ولي مکان ثابت دی ؟ که دلمر رڼا هم نه وي مکان به وي . خوزمان به نه وي . زمان په رڼا او مکان پوري او د هغه په خوځښت پوري تړ لی سيستم دی . که په یوه تشه کي چې هلته کوم ستوری یاني مکان نه وي د شپې او ورځي حساب به هم نه وي . که کوم یوثابت جسم په فضاکي٬ موجود وي له هغه نه هم مهال نه راپیداکیږي٬ هلته به یا تیاره وي یا رڼا . ليكوكى: محمدسرور وكيلي

اخستونكځي:
١ـ د قرآن كريم تفسير په پښتو د سعود عربستان چاپ

 ٢ـ المانى دائرت المعارف (Der große Brockhaus)

 ٣ـ فرهنگ عميد






۴ـ Goole- Planet Erde