کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / كه همدا حال وي نو دا وړۍ به شړۍ نشي

كه همدا حال وي نو دا وړۍ به شړۍ نشي

دا د لمر په څېر روښانه ده چې په تېرو ټاكنو ښاغلى حامد كرزى د پښتنو په رايو ولسمشر شو كه څه هم دى چې هر وخت ځان مجبور وويني نو بيا زګ او واښو ته هم لاس اچوي ده په تېرو ټاكنو كې هم د همداسې ناسمو او دروغو مصلحتونو له مخې چې ګواكې د هزارو او تاجكو رايه به خپله كړې دوه تنه مشهور ملي خاينان هر يو له سياست او ادارې څخه ناخبره دمشهورجنګسالاراحمدشاه مسعودورور احمدضياء مسعود او د كورنيو جګړو او د كابل د ورانولو اتل كريم خليلى مرستيالان يې معرفي كړل خو د ټاكنو پايلو وښوده چې ده په ټول پنجشير اوباميانو كې له سل رايو هم ډېرې وانه اخستې چې دا هم په هغو ځايونو كې ميشتو كوچيانو وركړې وې.
 د ده ټولې ۹۷ په سلو كې رايې د پښتنو د سيمو وې. خو دا ځل فكر كېده چې كرزى به هوښيار شوى وى سم دولت او سم حكومت به جوړ كړي، ملي مصالح به پام كې ونيسي، په كابينه او ډله كې به يې هيواد او ولس ته مخلص اشخاص وي، دا ځل به منفورو او ملت د ښمنو څهرو ته وخت نه وركوي، بلكې باوري شوى به وي چې د ده بريا په منفورو اشخاصو پورې اړوندنه ده، رايې له ملي خاينانو سره نه، بلكې له ولس سره دي خو سر له اوس څخه ښكاري چې ښايي د ده راتلونكى حكومت تر پخوا لا ډېر بدتر او د مصلحتونو او سازشونو ښكار وي .ده، دا ځل تر پخوا بدتربل ستر جنګي ښامار قوماندان قسيم فهيم خپل لومړى مرستيال او كريم خليلي چې په تېرو اتو كالو كې يې يواځې هزاره مېشتو سيمو ته خدمت كړى خپل دوهم مرستيالان وټاكل. دا دواړه كسان د دې ملت قاتلين اوپه ځانګړې توګه د پښتنو ازلي دښمنان دي خو كله چې دا دواړه د ده مرستيالان وي او بياپردې ملت حاكمان كېږي نو ملت خصوصاَ پښتانه به څنګه ده ته رايه وركړي؟.
 كه څه هم كرزى په راتلونكي حكومت كې د پاليسۍ او د ده د كاري ډلې د بدلون دعوه كوي خو د ده د انتخاباتې كمپاين د ډلې تركيب ښيي چې دا ځل به هم هماغه ديګ او هماغه شلغم وي. د ده د كمپاين په ډله كې هماغه نامتجانس تركيب او هماغه اچارو ته ورته تشكيل دى.
 د ده د كمپاين په ډله كې داسې اشخاص دي چې له ده سره د اوو كالو په ټولو بې كفايتيو كې شريك دي. ځينې داسې اشخاص چې لاسونه يې د ملت په وينو سره، په هېواد كې يې قومي تعصب خپور كړى، په اداري، سياسي او اخلاقي فساد ككړ دي.
 زه حيران يم چې كرزى صاحب په كوم منطق د دې خلكو له لارې له ملت څخه رايه غواړي.
 د كرزي د انتخاباتي كمپاين په مهمو غړيو كې اسدالله خالد، ضرار احمد مقبل ،شاكر كارګر او …. دي.
 د كندهار او غزني خلك اسدالله خالد په تمامه معنى پېژني د هغه خيانتونه ، پټې اړيكې سياسي، جنايي، مافيايي او اخلاقي تلويث ورته معلوم دى اوس چې كه د كندهار او غزني خلك يو ځل بيا د كرزي په ډله كې خالد ويني نو آيا كرزى ته به رايه وركړي ؟.
 همدا راز د مقبل اوكارګر سابقه، سياسي او تنظيمي بګراوند، له جنګي ډلو او استخباراتى كړيو سره د هفوى اړيكې هر چا ته روښانه دي.
 د ده په حكومت كې هم خالد، هم مقبل او هم كارګر وزارت كړيدى دوى هر يوه خپل ګوند او اړوند چينل ته كار كړى، مقبل تر دولت ډېر شمالي ټلوالې او كارګر تر دولت ډېر د دوستم ګوند جنبش ته كار كړى دى. كه خالد ملت ته مخ درلودلى نو له پارلمان څخه به يې د باور رايه اخستې واى.
 دوستم، فهيم او خليلي نه يواځې پښتانه وژلي، بلكې زموږ په تاجكانو، هزاره ګانو، تركمنانو او ازبكانو ورونو يې هم صرفه نه ده كړې، په دې قومونو كې يې هم خپل سياسي مخالفين، مخور او منور وژلي دي، حتى سوداګر او شتمن يې د پيسو لپاره تښتولي نو ملت چې د كرزي د كمپاين په مشرتابه كې دا اشخاص ويني نو هيڅكله هم رايه نه وركوي، دوى پوهېږي چې كه كرزى ولسمشر شي نو بيا به يې همدا كسان وزيران، مشاورين، مرستيالان او واليان وي ، بيا به همدا رمې او همدا ليوان وي. ملت وايي چې (سال كه نيكو است از بهار اش پيدا است)
همدا اوس د ده د كمپاين دفتر له انارشۍ او بې نظمۍ سره مخ دى ځانځاني پكې خپره ده، د انحصار او ځان ښودنې لپاره كار كېږي، هماهنګې، ګډ تصميم، شورايي نظام، پكې نشته نو دوى به ښاغلي كرزي ته څنګه كمپاين وكړي.
 د دې كمپاينرانو ډېره برخه ته له ښارونو څخه وتلى او له ولس سره مخ كېدلى نشي ځكه چې دوى ملي مجرمين دي او نه دوى له ولس څخه بخښنه غوښتې او نه ملت معاف كړيدي.
 ښاغلى كرزى صاحب! اوس ملت ويښ او هوښيار شوى، په ړندو سترګو نه قضاوت كوي او نه په هر چا پسې ځې. ته چې دا ځل له ملت څخه رايه غواړې نو د كومې لاسته راوړنې له مخې؟ او يا په راتلونكي كې كوم اميد او ډاډ وركوي؟ ولس ستا وفا او جفا دواړه ارزوي، ستا مثبت او منفي اړخونه ټول پرتله كوي.
 ملت له تا څخه څهرې نه ، بلكې كار او خدمت غواړي، آبادي او ترقي غواړي خو ګوره دوى ستا كمپاينران ستا ترجمانان همكاران بولي نو مهرباني وكړه له ولس څخه د داسې چا په خوله رايه وغواړه چې هغه ولس منلي، ملي او مخور اشخاص وي هغه د ملت په منځ كې واوسي، ملت پرې باور او قومي اساس ولري چې هغوى ستا راتلونكي پلانونه او تېر خدمتونه ولس ته وړاندې كړي، ولس قانع كړي.
 داسې نه چې لكه اوس چې ټولې دولتي ادارې فلج كړې او مشران يې د ځان د كمپاين لپاره د كمپاين مركزونو ته بوځي. په دې كار سره ته بدنامېږي او خلك در باندې تور لګوي چې له دولتي امكاناتو څخه د شخصي كمپاين لپاره كار اخلي. او كه همدا حال وي نو باور مې نشي چې دا وړۍ به شړۍ شي.