د ارادې خپلواکه ورځپاڼه
دې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د امریکا لخوا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو لپاره د نوي قومندان ټاکلو ته په اشارې لیکلي دي، چې جنرال مکریسټال له نوي فکر سره افغانستان ته راځي څو د وسلوالو مخالفینو پر ضد مبارزه ګړندۍ کړي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې بیا د امریکا د استخباراتي ادارې سي آې اې د مشر په حواله لیکلي دي، چې اسامه بن لادن لا هم په پاکستان کې دې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په ایران کې د جمهوري ریاست په انتخاباتو او په افغانستان باندې د هغې په اغیزو تبصره کړې.
د انیس دولتي ورځپاڼه
دې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د پوځي حملو د زیاتیدو په مسلې تبصره کړې او پوښتلي دي، چې ولې په حملو کې زیاتوالې راغلې دې.
په ورځپاڼه کې د حملو د زیاتیدو یو اساسي علت د عامه خلکو مرګ ژوبله ښودل شوې او د امریکايي ځواکونو د نوي قومندان په حواله لیکل شویدي، چې ددوی نوې ستراتیژي د عامه خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره ده.
د ویسا خپلواکه ورځپاڼه
دې ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي دي، چې طالبان هڅه کوي ، چې د ناټو د خواکونو نوې اکمالاتي لارې هم پخپله ولکه کې راولي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي، چې همدا اوس په کندز ولایت کې، د شیر خان بندر له لارې د ناټو د اکمالاتو له امله نا امنۍ زیاتې شویدي.
د ورځپاڼې په یو بل مطلب کې دا خبر ورکړل شوې دې، چې امریکا د افغانستان لپاره نوې جګړیزه تګلاره جوړوي.
د ورځپاڼې سرمقاله افغاني تولیداتو ته اهمیت ورکولو او د هیواد د اقتصاد پیاوړې کولو ته ځانګړې شوې.
د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکه ورځپاڼه
دې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې د ایران په انتخاباتو تبصره کړې او هغه يې د ګانډیو هیوادونو او نړیوالې ټولنې سره د اړیکو لپاره مهم بللي دي.
ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې د ډیورنډ د پولې دواړو غاړو ته د پښتنو روان حالات څیړلي او پدې څ کې هغو هڅو ته هم کتنه کړې چې له نړیوالې ټولنې څخه د پښتنو د جلا کولو لپاره روانې دي.
ورځپاڼې پخپل ننني کارټون کې د پاکستان دوه مخې سیاست انځور کړې، چې له یوې خوا د ترورستانو د ځپلو تر نامه لاندې له نړیوالې ټولنې مرسته غواړي او له بل لوري پخپله د وسلوالو د فعالیتونو لپاره امکانات برابروي.
د راه نجات نا دولتي ورځپاڼه
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات څیړلي او هغه يې د نړۍ تر ټولو عجیب انتخابات بللي دي.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام لیکلي دي، چې د انتخاباتو د خپلواک کمسیون په کارونو کې زیاتې نیمګړتیاوې موجودې دي او دا کولې شي د انتخاباتو بهیر اغیزمن کړي.
ورځپاڼې په یو جلا ځاې کې یو ځلې بیا د امریکا د سفیر د مرستیال په حواله لیکلي دي، چې امریکا له هیڅ یو کاندید نه ملاتړ نه کوي.
د ورځپاڼې یو مطلب په افغانستان کې د ځواکونو د زیاتولو او د عامه خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د امریکا هڅو ته ځانګړې شوې.
د اصلاح ا هیواد دولتي ورځپاڼې
دې ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطلب يې پرې خپاره کړیدي.
هیواد پخپله سرمقاله کې په بروسیل کې د ناټو د غړو هیوادونو ددفاع د وزیرانو غونډې ته په اشارې له دې غونډې نه د افغانانو هیلو تاه کتنه کړې ده.
خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې لیکلي دي، چې په افغانستان کې د ماشومانو د ژوند شرایط د اندیښنې وړ دي.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼه
دې بیا پخپله سرمقاله کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې مسئله پورته کړې او لیکلي دي، چې نړیوال ځواکونه باید د خپلو تیروتنو په تکرار سره د جنګي جنایتکارانو لقب خپل نکړي.
ورځپاڼې د امریکايي ځواکونو د نوي قومندان په حواله دا هم لیکلي دي، چې په افغانستان کې ددوې په پوځي ستراتیژۍ کې بدلون راوستلې کیږي.