اوس دي کوم خيال زماپه باب دی،دادی ځمه درنه
جا نا نه نن دي څه ځواب دی ، دادی ځمه د رنه
نور په نغمو کي د رته ، خپل دردونه نشم سپړای
دا مي ورو ستی ترنګ درباب دی،دادی ځمه درنه
د خپلو ا و ښکو په څپو به د م ګړی و را نېږ م
ژوند مي په څېر د يوه حباب دی ،دادی ځمه درنه
ز ه د ي هر پل ، لکه نظر تل په لېمو کي سا تم
ستا چي رقيب تل په رکاب دی ، دادی ځمه درنه
هغه ز ړ ګی چي د نمر و د له ا ير و لا ل و و ا ته
ستا د ښکلا په ا و ر کباب د ی ، داد ی ځمه د ر نه
د خپل منز ل له کر ښو و رکه طو فا ني کښتۍ يم
تر ورو ستي څا ر ه لوی در ياب دی ، دادی ځمه درنه
نو ر ملتيا ر د غه د و ه مخی مذ هب نه منمه
د ا مي ګنا د ه که ثو ا ب دی ، د ا د ی ځمه د رنه