د زابل د کرهڼي او مالدارۍ د ریاست چارواکي وايي چې پدې ولایت کې يې د کرهڼیزي ودې او پرمختیا په موخه د لسګونو مځکه والو او بزګرانو لپاره روزنیز ورکشاپونه پيل کړیدي.
د زابل د کرهڼي او مالدارۍ د ریاست سرپرست او د ترویج مدیر عبدالهادي اخلاصمند لراوبرته وویل چې په دوو بيلابيلو ورکشاپونو کې دا مهال پنځه اویا تنه تر روزنه لاندي دي .
اخلاصمند زیاته کړه چې دغه بزګران او مځکه وال د زابل د ټولو ولسوالیو څخه دې ورکشاپ ته رابلل شوي تر څو په ټولو ولسوالیو کي په یو شان زراعتي چاري پرمختګ وکړي.
نوموړی وایي چې لمړنی ورکشاپ د بزګرانو د وړتیا د لوړولو په موخه جوړ شوی چې پنځه ویشت تنه پکي په زده کړه بوخت دي.
اخلاصمند وویل( دغو پنځو ویشتو تنو ته به د یوې اونۍ په ترڅ کې د باغدارۍ، اوبو لګولو، د زراعتي ناروغیو د مخنیوي او دښه تخمونو د پيژندلو او تر لاسه کولو لاري چاري وروښودل شي).
زابل چې یو زراعتي ولایت دی پدې وروستیو کې د سختو وچکالیو له امله په کرهڼیزه برخه کې له ستونزو سره مخ دی خو چارواکي وايي چې د ستونزو د کمولو او له منځه وړلو لپاره يې هڅي پيل کړیدي.
دوهم ورکشاپ چې د کیشمشو (میمیزو) د پاکولو او پروسس په د لاښه کولو په موخه پیل شوی.
عبدالهادي اخلاصمند لراوبر ته وویل چې پدې ورکشاپ کې پنځوس تنو بزګرانو ته روزنه ورکول کیږي چې دده په وینا نیمایي يې مېرمنې دي.
اخلاصمند زیاته کړه چې دغه ورکشاپ به تر دریو میاشتو پوري روان وي چې په ترڅ کې به يې یادو پنځوسو بزګرانو ته به په مسلکی توګه د کیشمشو د پروسس لاري وښودل شي.
ده وویل چې د دواړو ورکشاپونو مالي لګښت د سیمه ایزي حکومتدارۍ او ټولنیزي پرمختیا د اداري LGCD له لوري ورکول کیږي او د سرته رسولو چاري يې دوو افغاني انجوګانو ته سپارل شويدي.
د شاه جوي ولسوالۍ یو بزګر محمدګل چې د وړتیا د لوړولو په ورکشاپ کې يې ګډون درلود لراوبر ته وویل چې لدې وروسته به وکولای شي خپل باغونه له مرضونو وساتي او ښه حاصلات به ترلاسه کړي، ده وویل چې که دا رنګه ورکشاپونه ټولو ولسوالیو ته پراخ کړل شي نو ګټه به يې لا زیاته وي.
اخلاصمند همدارنګه وویل چې پدې وروستیو ورځو کې يې د ریاست ودانۍ د ولایتي بیارغونې د ټیم PRT په مرسته رغولي او ګټې اخیستنې ته سپارلې ده.
ده وویل چې د ریاست ودانۍ يې زړه وه او د ضرورت وړ کوټې او تشنابونه یې نه درلودل، خو اوس یو شمیر د ضرورت وړ کوټو اوتشنابونو تر څنګ د ریاست ودانۍ په عصري شکل رغول شوي او هم يې د تګ راتګ لپاره دوه سترې دروازې ورکړل شوي دي.
په زابل کې د غنمو او اوړ د قیمت له زیاتوالي سره سږ کال ډیری مځکه والو او بزګرانو د غنم کر ته مخه کړې ده او په ډیرو هغو سیمو کې چې مخکي کوکنار کرل کیدل اوس غنم کرل شویدي.
د کرهڼې د ریاست سرپرست وايي چې د کوکنارو د مخنیوي او د غنم د کښت د رواج او دې کښت ته د بزګرانو د تشویق لپاره يې د ولایتي بیارغونې له ټیم سره په ګډه پنځه څلویښت ټنه غنم ویشلي دي.
ده وویل چې دغه پنځه څلويښت ټنه اصلاح شوی تخم ورته د PRTله لوري په واک کې ورکول شو او دا تخم د نورو تخمونو پر خلاف په پسرلي کې کرل کیږي ، لږو اوبو ته ضرورت لري او په لږ وخت کې حاصل ورکوي.
اخلاصمند زیاته کړه چې ریاست یې د کال تر پایه پوري دوه ویشت نوري پروژي هم په پلان لري چې پکي په ولسوالیو کې تعمیرونه، حیواني کلنیکونه، روزنیز ورکشاپونه، دښارد ښکلا او سمسورتیا پروژي ، green hoses ، دنباتي ناروغیو دله منځه وړلو کمپاینونه او نور شامل دي.
دی وايي که دولت یا مرستندویه ټولنې ورته بودجه ورکړي نو ټولي پروژې به عملي کړي.
د زابل ډیری اوسیدونکي وايي که يې په ولایت کې کرهڼیزو چارو ته پاملرنه وشي نو د اقتصادي پرمختګ تر څنګ به زابل بیرته یو سمسور ولایت شي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه