زما یوه پخواني تکړه افغان ژورنالسټ ملګري ټیلفون وکړ، کوم چې ما ډېر وخت نه وو لېدلی. تر ستړي مه شي او د يوه او بل له احوال نه وروسته مو لکه څنګه چې د افغانانو طبیعي خوي یا د حالاتو جبر دی، په سیاسي موضوعاتو خبري شروع کړي، چې سلسله یي په پښتونخوا کې د طالبانو عملیاتو ته و غزېده. ما ورنه پوښتنه وکړه: چې هلته حالات څنګه روان دي؟ نوموړي راته وویل: د پاکستان آی، ایس، آی یو پاکستاني طالب قوماندان نیولي وو، او بیایی د پوښتنو لپاره دهغوي په اصطلاح هیډکوارټر (مرکز) ته له ځانه سره بیوتی وو. د پوښتنو په جریان کې د آی، آیس، آی یوه مامور چې له تبلیغي جماعت سره یی تړاو درلود!، نوموړی ته په خطاب کې وویل: چې (بهایی، جنک کا جګه جان لو!) وروه! د جګړي ځاي پېژنه! هدف یي دا وو چې جګړه په افغانستان کې روا ده، او هلته ولاړ شه! دلته جګړه مه کوه!
له همدې سره ما ته دمولانا فضل الرحمن ددې پوښتني چې تاسو ولي په افغانستان کې اسلامي شریعت غواړي، او په پاکستان کې نه؟! ځواب را په یاد شو، چې نوموړي یوه ژورنالسټ ته ویلی وو: (یهان آیین موجود هیڼ)، دلته اساسي قانون موجود دی.
اوس د هغه اور چې په افغانستان کې یي بل کړی، لمبي تر اسلام آباد ورسېدي، او هغه طالبانو چې د ملا صوفی محمد تر مشرتابه لاندي د اسلامی شریعت!! او جهاد!! علم یی د پښتونخوا په سوات کې پورته کړ، د هغه سيمي د ملایانو مشر، فضل الرحمان او ټولو نورو ملایانو د صوفی محمد دغه عمل ته بغاوت! ووایه او هغه یي محکوم کړ.
تر کومه ځایه چې ما د پاکستانی سیاستوالو، عالمانو، ملی حزبونو، ډیموکراټو، ښې او کیڼ لاس حزبونو، ژورنالسټانو، لیکوالانو، مفکرینو او …. سیاسی دریځونه لیدلی، یا می اورېدلي، له دوي ټولو سره ملی منافع تعریف شویدي، او ټول له ټولو ایډیالوژیکی، عقیدتي، سیاسی، سمتي، حزبي او … توپیرونو سره سره د ملي ګټو په وړاندي یو دریځ لري.
برعکس، زموږ د ټولني تر ټولو ښې او ډېري تکرار شوي کلمي (ملي ګټي) او (ملي یووالي) دی. زموږ ټول سیاسي حزبونه، هڅه کوي چې په نوم کې یی د (ملي) کلمی مختاړي یا وروستاړي موجود وي!! حتي ځينو اسلامي ډلو چې د جهاد په وخت کې یي د ډلي په نوم کې د ملي کلمه نه وه، اوس ور زیاته کړه!
اما دا هرڅه د کاغذ پر مخ او د ویناوو تر برېده دي. یوه ملګري راته کیسه کوله چې دولسي جرګې ځیني غړي امریکا ته په یوه سفر تللي وو. په دې سفر کې ورسره حکومتي مسوولین هم مله وو. کله چې ورنه د ډېرو مهمو ملي موضوعاتو په اړه پوښتنه وشوه، متاسفانه، دغو غړو دا هڅه کوله چې خپل نظر د ملي نظر په توګه وړاندي کړي او تر ټولو بده داچې ددوي او حکومتي دریځونو ترمنځ به د نظر اختلاف نه بلکې کشمکش موجود وو.
د ډیورنډ د لیکي په اړه ورنه پوښتنه وشوه، او ځواب یی دا وو چې (دا کرښه موږ ته مهمه نه ده، او باید په رسمیت وپیژندل شي). کله چې ورنه د طالبانو او نورو مخالفینو سره د خبرو اترو په اړه پوښتنه وشوه ځواب یی دا وو چې (اصلا هر ډول خبري له دوي سره مناسبي نه دي)، کله چې ورنه د بیارغوني په اړه پوښتنه وشوه، ځواب یی دا وو، چې: (اصلاٌ یوازي باید په هغو سېمو کې بیا رغونه وشي چیرته چې امن وي!!) هدف یی هغه سیمي وي چېرته چې دده قوم اوسېږي. آیا همدا زموږ د ملي ګټو غوښتنه ده؟؟
زه چې د جنوبی اسیا د ژورنالسټانو د ټولني مشر وم، په بهرنیو سفرونو کې چې نوي ډیلي، سریلانکا، بنګلادیش او پاکستان ته د افغانستان د پارلمان، پوهانو، سیاسونو او لیکوالانو سره مو درلود، همیشه هغه موضوع چې زه یي په ډېر ژور فکر کې اچولم، داوه چې زموږ د سیاستوالو، لیکوالانو، ژورنالسټانو او حزبونو ترمنځ ملي ګټي نه دي تعریف شوي! ډېر ځله سلیقوي اختلاف ملي ګټي ټکني کوي!! تر اوسه د خلقي، پرچمي، مجاهد او افغان، چپ او راست ستونزه هماغسي د ناسمو انګېرنو تر حده ده.
په پاکستان کې عالم، مجاهد او اخواني یی له سوشلسټ او نشلسټ او … سره جوړېږي او دجمهوریت (ولسواکۍ) په خاطر یی ترمنځ ایتلاف او په یوه نظام کې را ټولېدل ملي ضرورت دي، او زموږ په ټولنه کې نه داچې یو بل زغمي نه وي، بلکې همدا ټکي یی دمبارزې او جهاد بنسټ وي!!
همدا وجه ده چې د افغانستان نادان زامن!! د نورو د فتواوو پر بنسټ د خپلې مور (افغانستان) غړی غړي ورانوي! پل یې ورانوي، پلچک یی په بمونو الوزوي، ښوونځي یی سوځوي. یوازي په تېرکال کې یی ۳۷ ديني عالمان وژلي دي، ښځي او ملي تجاران تښتوي، د نجونو پر مخ تیزاب شیندي، باغونه سوزوي، لويي لاري ټوټه ټوټه کوي، بندونه په بارودو ړنګوي او … لنډه داچې هر هغه څه چې هم په اسلام، هم افغانیت او هم پښتو کې ننګ دي، هغه ټول ناوړه عملونه ترسره کوي، او دعوا یې دا وي چې زه افغانستان ازادوم، دا کومه ازادي او کومی ملي ګټي دي چې د خپل هېواد مغز او هډوکي د پرديو په فتواوو وران کړي!!، هغوي چې تاته د جهاد! او شریعت! درس درکوي، همدا جهاد! او شریعت! بیا په خپل هېواد کې بغاوت! او د ايين (اساسی قانون) خلاف بولي! راځي همداسي لوړ سیاسی شعور پیدا کړو او نور د افغانستان د ملي ګټو او ولس په خاطر له سلیقوي او سیاسی اختلافونو لوړ همدا شعار خپل کړو، چې (یهان آیین هین، دلته اساسی قانون شته) او (جنګ کا جکه افغانستان نهیڼ، دجګړې ځاي افغانستان نه دي) خپل کړو!! په دې سره به موږ ټولو خپل ملي او اسلامي رسالت سرته رسولي او ملي ګټي به مو په ګډه تعریف کړي وي!