راشه چې خمار د ې کړم
خپل د مينې يار دې کړم
تور خوشبوئ لونګ مې شه
سپينې غاړې هار دې کړم
مړه کاته دې دا وايې
غيږ کې چې ايسار دې کړم
په ناز چې درته و ګورم
لبمه دې کړم انګار دې کړم
مست به دې په مينه کړم
ګل د ې کړم ګلزار دې کړم
مۍ به د ساقي هير کړي
سرو لبانو ښکار دې کړم
مشک يمه عنبر يم ستا
عطر يم عطار دې کړم
راشه چې په سترګو کې
رنجو غوندې سينګار دې کړم
تيارې به درنه لرې کړم
رڼا د سپين سهار دې کړم
زړه د ( کاملې ) شه ته
موړ به په ديدار د ې کړم