کور / خبرتیا او پيغامونه / آيا خبر ياست؟؟؟

آيا خبر ياست؟؟؟

د اسلام نړيوال او مشهور داعي، مصلح او مبليغ ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک، چي
نژدې هر مسلمان يې له نامه سره څه ناڅه آشنا دى، څو ورځې وروسته خپل د
سولي(Peace)  پيغام د اکثرو افغانانو په تېره پښتنو لپاره په  (اردو ژبه)
هم خپروي .


پاته دي نه وي چي دا پيغام به د ده د لومړي هغه په شان څليرويشت ساعته او شپه و
ورځ دوام لري.




زه فکر نه کوم چي تاسي درانه لوستونکي به د پيس يا سولي په نوم يوه نړيوال
تلوېزوني چاينل له شتوالي خبر نه ياست، خو اکثره وختونه به له ذکر سوي چاينل څخه،
په تېره د عامو پښتنو، دا شکايت و چي ټوله، خصوصاً د ښاغلي ذاکر نايک مهمي ويناوي،
په انګليسي ژبه پکښي خپريږي او سره له دې چي اورېدو ته يې ډېره لېوالتيا لري، بيا
هم ځني نهيلي کيږي، ځکه د ژبي ډېره برخه يې ورته د پوهېدووړ نه وي.


ما دا هم په وارو-وارو ليدلي چي پښتانه، په ځانګړې توګه ځوان پښت، په CD
مارکېټونو او دوکانونو کي د ښاغلي نايک د هغو تقريرونو په ټيکلو يا CDيانو پسي
لالهانده وي چي ژبه يې دوى ته پوهېدووړ يعني اردو وي.


نو دا به څومره يو ښه زېرى وي چي نور زموږ په خپلو کورونو کي-چي تقريباً ټوله د
کېبل له آسانتيا څخه برخمن دي- د خپل تلوېزيون له لاري د ياد سوي نابغه داعي او
مصلح او د ده د نورو تکړه ملګرو هر لفظ، هره بلنه، هره لارښوونه او آن هره اشاره په
هغه ژبه پر خپل وخت او مناسب فرصت کي ووينو چي نارينه مو څه کوې اکثريت ښځينه مو لا
هم ښه پوره په پوهېږي.


د Peace TV Urdu په نوم د دغه نوي شروع کېدونکي او له انګليسي هغه څخه د بېل
چاينل په يوه مقدماتي خبرتيايي اعلان کي په اردو ژبه پوهېدونکو مسلمانانو ته خپله
محترم نايک صاحب څومره پر ځاى بلنه ورکوي:
د غربي تهذيب او اوسنۍ نړۍ د ګمراهيو
او انحرافونو څخه د يوه مسلمان او انسان لپاره د راوتلو يوازينۍ لار د اصيل ديني
تعليم زدکړه ده، موږ په همدې هدف د انسانيت د دې لوړ پيغام د لا پراخولو لپاره
Peace TV Urdu پيلوو، راسئ ويې ګورئ او خپله عقيده په سوچه او تصفيه کړئ!


د ټول انسانيت لپاره د وروستۍ رالېږل سوي الهى تګلارې(اسلام) د اصيل فهم او په
اړه يې د سرخلاصېدو، د سوچه عقايدو او خرافاتو تر منځ د تفکيک او اروايي تسکين
حاصلولو په موخه د Peace TV Urdu په نوم دغه نوى چاينل د رواني مياشتي(جون) پر
نولسمه نېټه خپلي خپروني پيلوي، چي تعقيب يې نه يوازي مسلمانانو ته، بلکي
نامسلمانانو ته هم ډېر لازم دى.
د لا معلوماتو لپاره لاندي پته کتلاى سئ:
www.peacetvurdu.org