د افغانستان د پانګوالو او سوداګرو اتحادیې اعلان وکړ دغه نندارتون د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي لخوا د افغان حکومت د کابینې د یو شمیر وزیرانو او په کابل کې بهرنیو هیوادونو د سفیرانو او استازو په حضورکې پرانیستل کیږي او درې ورځې به دوام ولري .
د دې اتحادیې لوړ رتبه سلاکار قاضي احسان الحق احسان په تهران کې وویل دغه نندارتون به د روانې جوزا له دیرشمې پيل د سرطان تر څلورمې پرانیستی وي چې ترڅنګ به یې درې تخصصي سیمینارونه هم جوړ شي چې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ، له پانګواله د ملاتړ اداره یا آیسا او د افغانستان د پانګه والو او سوداګرو اتحادیه به پکې مقالې او پوښتنې او ځوابونه مطرح کوی .
په دغه نندارتون کې د ایران، فرانسي، جرمني ، انګلستان کاناډا او هندوستان کمپنۍ ګډون لري چې په څلویښتو غرفو کې به خپل خدمات او فعالیتونه د نندارتون لیدونکو ته بیانوي .
نوموړي اتحادیه د دغه نندارتون هدف په افغانستان کې زیاتي پانګونې ته د سوداګرو او شرکتونو هڅول او هغوی ته د دې ډاډ ورکول وبلل چې د افغانستان د حکومت امنیت د ټولګټو پروژو د اجرا لپاره ښه دی .
ددغه نندارتون په پاي کي ګډون کوونکو ډالۍ هم ورکول کیږي .