کور / تازه خبرونه / بلوچستان: په ريل ګاډۍ کي چاودني يو تن مړ ٣٠ ټپيان کړل

بلوچستان: په ريل ګاډۍ کي چاودني يو تن مړ ٣٠ ټپيان کړل

په بلوچستان ايالت کي د سيوۍ ښارګوټي ته نيژدې د بولان مېل په يوه ريل ګاډۍ کي چاودني يو تن وژلئ او ٣٠ زخميان کړي دي.

د بلوڅ جمهوري غوښتونکو ګوند د دې چاودني مسئوليت پر غاړه اخيستئ دئ.

چارواکي وايي دغه ريل ګاډۍ د کراچي څخه کوټي ته روانه وه چي د سېوۍ ښارګوټي ته نيژدې د ګاډۍ په تشناب کي چاودنه وسوه او پورتنۍ مرګ ژوبله يې واړوله، چي په ټپيانو کي لس کوچنيان او درې ښځي هم شاملي دي. 

د پوليسو په وينا ټپيان د کوټي روغتون ته انتقال سوي دي او تر چاودني وروسته ټولي ريل ګاډۍ په نيژدې سټېشنونو يا تمځايونو کي درېدلي دي.

د پاکستان صدراعظم د دې چاودني غندنه کړې او په دې اړه يې د تحقيقاتو امر کړى دئ.