پاکستاني مقامات وايي د پښتونخوا په دير او ملکنډ سيمه کي يې ٢٣ وسله وال د عملياتو پر مهال وژلي دي.
د پوځ په وينا دغه کسان يې په تېرو ٢٤ ساعتونو کي وژلي چي په دې جنګ کي د پوځ دوه افسران هم وژل سوي دي.
همدا راز د پوځ وياند جنرال اطهر عباس حکومتي ځواکونو ته د ولي الله په نوم د يوه طالب قومندان د تسليمۍ ادعا هم وکړه.
بلي خواته د بر دير اوسېدونکو د ځايي طالبانو پر ضد پاڅون ته دوام ورکړئ او له ځينو سيمو څخه يې طالبان ايستلي دي او همدا راز طالبانو په ياده سوې سيمه کي يو پول او دوه ښوونځي نړولي دي.