د عراق په نصيريه ولايت کي د موټر بم چاودني ٧٠ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د عراق د کورنيو چارو وزارت وايي چاودنه د نصيريه ولايت د البطحه سيمي د ګڼي ګوڼي په يوه ډګ بازار کي سوې ده چي خورا سخته مرګ ژوبله يې اړولې ده.
د نصيريه ولايت پوليس وايي چاودنه د يوه موټر بم په ذريعه ترسره سوې ده چي ٣٠ کسه يې وژلي او ٤٠ نور ټپيان کړي دي او ډاکټرانو د ځينو ټپيانو حالت د اندېښنې وړ بللى دئ.
په مړيو کي ښځي او کوچنيان هم شامل دي او چاودني په شاوخوا سيمه کي نيژدې تعميراتو ته هم زيانونه اړولي دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه