کور / شعر / غزل

غزل

 مونږ د پښتو او د عزت وږي يو


داسې خو نه چې د دولت وږي يو


له تريو تندي سره مو نه لګېږي


غاړه غړۍ د محبت وږي يو


لکه د زرکې غوندې ورو ورو په ناز


راشه ، د داسې حرکت وږي يو


نور مو نفاق نه زړه په چاود راغلى


د ورورولۍ ژوندون ته سخت وږي يو


چې دا واړه خدايان په ځمکه خښ کړو


ربه د داسې يو قدرت وږي يو


د ډيلي تخت مو په کار نه دى اشنا


ستا د سينې د بڼ د تخت وږي يو


علم مو بس دى پوهه بس دى خدايه!


لږ راته بخت راکړه د بخت وږي يو


له http://larawbar.com/brish څخه په مننه