خدایه ستاپه لویه ځمکه امن غواړو
له جنـګـــــونولـروکرکــــــه امن غواړو
پلې درومــــوپه کچــه لاروخوشال يو
پوخ په وینــــوله سړکه امن غـــــــواړو
ستاپه دې ويړه نړۍ کې لــــویه خدایه
دژوندلاره رانه ورکـــــــه امـــن غـواړو
مسلمـان یو،پښتـــانه یوپـه دې پړه یو
قلم راکړﺉ ،لــــه ټوپــــکه امـــن غواړو
دجـــــګړوڅخـــــــه راغـــــلي يوترپوزو
ستړي شـوي یو مونږځکه امن غواړو