پاكستان يو ځل بيا هم د نړيوالو او په تيره بيا د افغانستان پر وړاندې له خپل دومخى چلند او سياست څخه كار واخيست، په داسي حال كې د پاكستان لومړى وزير په يو لړ پروپاګندونو لاس پورې كړ چې د امريكا متحده ايالاتو افغانستان ته د خپلو پوځيانو د ليږول خبر وركړ.د پاكستان لومړي وزير يوسف رضاګيلاني په اسلام آباد كې د يوې خبرې غونډي په ترڅ كې په افغانستان كې د ناتو د نورو ځواكونو د ځاى پر ځاى كولو پر سر خواشينۍ څرګنده كړه او زياته يې كړه چې په افغانستان كې د ناتو د پوځونو په استقرار سره به ترهګر له دغه هيواد څخه پاكستان ته واوړي او په سيمه كې به بې امنې رامنځ ته كړي، يو وار بيا هڅه وكړه چې نړيوال وغولوي او د پاكستان لمنه سپينه وښيي او په سيمه كې د ټولو كړكيچونو پړه پر افغانستان ور ټپ كړي.
د پاكستان لومړي وزير كه څه هم له كوم ځانګړي هيواد څخه نوم وانه خيست، خو د خپلو خبرو په دوام كې يې له چالاكۍ څخه كار واخيست او څرګنده يې كړه چې په پاكستان كې ميشتو ترهګرو ته له بهر څخه مرسته وركول كيږي او د نشه يې توكو مافيا هم له دوي سره مرسته كوي.
دا په داسې حال كې دي چې څو ورځي وړاندې د پاكستان د پوځ يو لوړپوړى چارواكي په سيمه كې د ټولو شتو واقعيتونو پر خلاف هم ادعا كړي وه، چې په سوات او نورو سيمو كې جنګيدونكو طالبانو ته له افغانستان څخه وسلې او مهمات راځي. همدا خبرې د رټل شوي جنرال مشرف پر خوله هم په همدې ورځو شپو كې څو وارې تكرار شوې.
د يوسف رضا ګيلاني او نورو پاكستانيو چارواكو دا اوتې بوتې په داسې حال كې را د مخه كيږي، چې پاكستان د نړيوالو ټولنو له سختو دباوونو وروسته دې ته حاضر شو چې په نسبي ډول د تندلارو پر وړاندې كلك او كوټلي ګامونه واخلي. كه څه هم د سوات په دره او د پاكستان په يو شمير نورو سيمو كې د اورپكو په وړاندې د پاكستان د پوځيانو وروستيو پوځي عملياتو ته خلك د شك په سترګه ګوري، او يوازې يې يوه سمبوليكه هڅه بولي تر څو پاكستاني مشران وكولاي شي چې د امريكا او نورو نړيوالو په سترګو يو وار بيا خاورې وشيندي اوله ډالرونو هغه انبارونه چې اوباما پاكستاني چارواكو ته ژمنه كړي تر لاسه كړي.
له بلې خوا د پاكستان پوځي چارواكو اعلان كړى چې د سوات مركز منګوره ښار يې د طالبانو له منګولو څخه آزاد كړى او د كالام او دير سيمو پر لوريې خپل پوځي عمليات پيل كړى دي.
خو بل لوري ته د پاكستان آزادو رسنيو خبر وركړى چې مولانا فضل الله او د سوات د طالبانو وياند مسلم خان په جنوبي وزيرستان كې له بيت الله معسود سره ليدلي دي او اوس له خپلو پاتې جنګياليو سره وزيرستان ته راغلي دي. چې دا په خپله د دې ښكارندويي كوي چې د دوي اصلي مراكز او پټنځايونه د پاكستان په خاوره كې دي .
دا چې د پاكستان حكومت او ځينو خلكو طالبان د اسلام ساتوونكي ، پتنكان، دشريعت او اسلامي قوانينو پلې كوونكي بلل، خو په دې وروستيو وختونو كې ګورو چې همدغه اسلام پالوونكي د پاكستان په ګوډ ګوډ كې او هان په جوماتونو كې ځانمرګي بريدونه تر سره كوي چې ښه بيلګه يې په دې وروستيو ورځو كې د اسلام آباد په يوه جومات كې وو چې مسلمانان د لمانځه په ادا كولو بوخت وو او په لسګونو تنه يې شهيدان او يا هم ټپيان كړل.
همدا رنګه كله چې دغو ترهګرو ډلو د پاكستان په سوات كې خپلو عملياتو ته دوام وركړ او د سيمي په زرګونه خلك د خپلو كورونو او بانډو پريښودو ته اړ ايستل شول او د صوبه سرحد نورو سيمو ته مهاجر شول او په دغې ګرمې هوا كې تر خيمو لاندې خپل ژوند پيل كړ، او د دوي چلند يې د ولسونو پر وړاندې وليد چې دوي تش په نامه د اسلام له نوم څخه د خپلو شومو موخو او ګټو لپاره كار اخلي او غواړي چې اسلام د خپلو دغو ناوړو اعمالو په ترسره كول سره بد نامه كړي، هغو كسانو چې مخكۍ له دي د طالبانو په اړه همدا مفكوره درلوده، خو اوس ګورو چې همدا كسان په صراحت سره په دى ټينګار كوي چې طالبان د اسلام پالوونكي نه، بلكې د اسلام او مسلمانانو هغه دښمنان دي چې د اسلام په پرده كې ځانونه رانغښتي دي، او د ټولو بدبختيو او مصيبتونو مسوولان همدغه ترهګرۍ او تروريستي ډلي دي.
همدا رنګه دا واقعيت هم ټولو ته څرګند دى چې ترهګري او تندلاري توب چيرې ريښـه لري او څوك يې اوبوي، دا ټولې نړۍ ته روښانه ده چې په سيمه كې تندلارې ډلې د پاكستان پوځي كړيو او اى اس اى په ګډو هڅو رامنځ ته شوي او د هغوي په روزنه او تمويل يې لاس پورې كړى دى ، د دې خبرې لپاره څرګند ثبوت دى، چې د ترهګرو اصلي ځاله چيرې او د چا تر سيورې لاندې وروزل شول او د نورو هيوادونو د امن او ثبات د له منځه وړلو په موخه صادرې شوې له دې نه اخوا د سيمې د څو تيرو كلونو او اوسنيو روانو واقعيتونه هم هر څه په خپله انځوروي كه د تيرو كلونو پيښو ته يو ځغلند نظر واچوو، دا مسئله په جوته څرګنديږي چې ترهګرۍ له اسلام آباد او كراچۍ څخه سر چينه او نورو ولسونه او هيوادونه ورباندې ځورول شوي. پاكستان په دې موده كې له تند لارو ډلو څخه په مرسته سره د خپلو سيالو هيوادونو په وړاندې د يوې وسيلې په توګه كار اخيستل.
په هر صورت پاكستاني چارواكي په دې ډول څرګندونو سره غواړي له يوې خوا پر پاكستان د نړيوالو فشارونو په كچه كې كموالى راولي، ځكه په دې وروستيو كې د لويديځو هيوادونو د ټولو لوړ پوړو چارواكو او رسنيو دا خبره په خوله ده. او ټوله ورځ يې تكرار وي چې د تروريزم اصلي ځاله پاكستان دى او پر پاكستان بايد دباوونه زيات شي ، نو اوس د پاكستان چارواكي په دې خبرو سره د ذهنيتونو په بدلون سره هڅه كوي چې د ترهګرۍ مركز افغانستان وښيي او د نړيوالو پام يو ځل بيا په بل لور واړوي. بلې خوا اسلام آباد په دې تمه كې دى چې په داسې تورونو سره خپل سياسي دريځ پياوړى او په افغانستان كې د خپلې لاسوهنې پر سر پرده واچوي او تر څنګ يې پر هغو كسانو پوځي فشارونه كم كړي، چې همدا اوس په افغانستان كې په ورانكارۍ او د تاوتريخوالو په اچولو سره د پاكستان د ګتو په تامينولو بوخت دي.
همدا رنګه د پاكستان نامتو خبريال احمد رشيد په وينا د پاكستان اردو د طالبانو رهبران نه په نښه كوي او د تيرو پنځو كلنو را په ديخوا يې د طالبانو مشرانو ته اجازه وركړى تر څو د پام وړ سيمي څخه تښته وكړي او په يوه مناسب او امن ځاى كې ځانونه پټ كړى.
څه موده د مخه د وال استريت ژرونال ورځپاڼي هم ليكى وو چې د القاعده ډلي مشران د پاكستان په سرحدى او بې قانونه سيمو كې د نويو تروريستي حملاتو د طرحي او د مالي منابعو په لټه كې دي، او زياته كړى ده چې پاكستان په نړيواله كچه د القاعده د عملياتو په مركز بدل شوى او په نوموړى هيواد كې دغه تروريستي او ترهګري ډلي د دې اجازه تر لاس كوي تر څو يوځل بيا د خپلو تشكيلاتو او ډلو د بنسټ په ايښودو سره خپلي قوي اړيكي د عراق، سوماليا، يمن … القاعده ډلو له شاخو سره ټينكې كړي، او زياته يې كړه چې دا يو روښانه حقيقت ده چې د پاكستان سويل، لويديځي سيمي د القاعده د مشرانو په اصلي ځالو بدلي شوي دي.
دا چې اوس د پاكستان خلك دى پايلي ته رسيدلي چې د طالبان اصلي ځالي په پاكستان كې دي او دوي غواړي چې د اسلام په نامه د مظلومو او بيګناه مسلمانانو ويني تويي كړي، نو دا په كار ده چې د پاكستان له حكومت څخه په كلكه وغواړي چې دوي هم له نړيوالې ټولنې سره په ريښتينې توګه د تروريزم او القاعده پر وړاندې مبارزه وكړي، تر څو د پاكستان ولس او ټوله نړۍ د دغو ترهګرو او تروريستو له غير اسلامي او غير انساني كړنو څخه د تل لپاره خلاصون ومومي.
په درنښت