د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ويبپاڼي د خبر له مخي د لومړي ځل لپاره د افغانستان ملي تلويزيون په اروپا او امريکا کي د سټيلايټ له لاري د ليدلو جوګه سو ، تاسو کولای سئ چي د لاندي کوډونو په ثبتولو سره د افغانستان ملي تلويزيون کتلائ سئ .
اروپايي هيوادونه:
HotBird:
Frequency 11411H
S.R- 27500
FEC- 5/6
امريکا
Galaxy 25
Frequency 11716 V
S.R- 22000
FEC- 1 / 2
د افغان چارواکو په وينا که څه هم د افغانستان ملي تلويزون يادو شوو هيوادونو ته له پخوا خپلې ازمايښتي خپرونې پيل کړي خو د روانې اونۍ په پاى کې اصلي خپرونې هم پيلوي .
وړاندې دافغانستان ملي راډيو تلويزون له هيواد څخه د باندې يوازې په اسيايي هيوادونو کې ١٨ ساعته خپرونې درلودي.
افغان دولت داسې مهال په اروپا او امريکا کې د افغانستان د ملي تلويزون د خپرونو د خپريدو خبر ورکوي چې په دغه هيواد کې د گوتو په شمير شخصي تلويزونې چاينلونو اسيا،اروپا او امريکايي هيوادونو ته خپرونې درلودې .
چارواکي وايي د دغه هيواد ملي تلويزون به په رسمي بڼه خپلې خپرونې د روانې پنجشني په ورځ د سپوږمکۍ پرمټ اروپايي او امريکايي هيوادونو لپاره پيل کړي.
د اطلاعاتو کلتور وزارت سلاکار نجيب منلي په دې اړه داسې وويل
(د ملي تلويزون خپرونې به په راتلونکې څو ورځو کې د سپوږمکۍ پرمټ امريکا او اروپاته خپلي خپرونې پيل کړي او دليدو وړ وگرځي.
د تلويزون د خپرونو د خپريدو پر چارو شاوخوا ٥٠٠ زره ( پنځه لکه ) امريکايي ډالره لگښت راغلى چې د اطلاعاتو کلتور وزارت د پراختيايي مالي بوديجې څخه ورکول کيږي.)
چاروکي وايي د تلويزون رواني ١٨ ساعته خپرونې به په نژدې راتلونکې کې ٢٤ ساعتونو ته وغځوي.
د دې کار په ترسره کولو به دا لومړى ځل وي چې د افغانستان ملي تلويزون اروپايي او امريکايي هيوادونو ته خپرونې ولري.