کور / تازه خبرونه / د پوهني وزارت د امريکايانو لخوا د زده کوونکو مرګ ژوبله وغندله

د پوهني وزارت د امريکايانو لخوا د زده کوونکو مرګ ژوبله وغندله

د لاسي بم د غورځولو له امله يو زده کوونکی ووژل سو او ۱۵ نور زخميان سوه .


 دا پېښه نن سهار نهه بجې په کنړ کي د مېشتو امريکايي پوځيانو لخوا ددې ولايت په مرکز اسداباد کي هغه مهال رامنځته سوه کله چي د امريکايي ځواکونو  ټانک د يوې ښوونځۍ مخي ته ولاړ و او ښوونځی ته تلونکي زده کوونکي نژدې ورته راټول سوي وو ، امريکايي سرتېرو د زده کوونکو مينځ ته لاسي بم وغورځاوه .


د پوهني وزارت لخوا په خپره سوې اعلاميه کي د وژل سوي کورنۍ ته  تسليت او زخميانو ته د روغتيا دعا کړې ده . په خبرپاڼه کي ويل سوي چي د پوهني وزارت هره هغه پېښه چي په هغه کي ملکي وګړو ، په ځانګړي ډول زده کوونکو ته زيان رسيږي غندي او ټولو وسله والو خواو ته يې وړانديز کړی چي د ملکي وګړو او ماشومانو ته دي له زيان اړولو څخه ډډه وکړي .