دننگرها ر د آرچین ولسوالی دآسد خيلو د ښوونځی د ودانی دبنسټ ډبره كيښودل شوه
دننگرهار ولایت: نن دغبرګولى دمياشتي په ١٩ نيټه، دننګرهار ولايت د آرچين ولسوالي دآسد خيلو دلومړني ښوونځي د ودانې دبنسټ ډبره دنوموړی ولايت دپوهني رياست د رئيس محمد اقبال عزيزي لخوا كيښودل شوى.
د نوموړى ښوونځي تعمير په پاخه او اساسی ډول ديو جريب ځمکى په ساحه کى په يوه پوړکی د يونسف ادارى لخوا د ٨٥ زره امريکايي دالرو په مجموعی لګښت د ۶ مياشتو په موده كى جوړيزىچی ٨ درسی خونی ، ٤ ادارى او نور ضروري ملحقات ولری.
د يادونی وړده چی د ياد شوي ښوونځي دتعمير په جوړه ولو سره د نوموړى ښوونځى د زده كوونكو ستونزى دسرپناه دنشت والي له امله ليرى شى.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه