د افغانستان د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون نن اعلان وکړ چې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو له ابتدايي لست نه ۵۷ نوماندي ویستي او د کاندیدانو په وروستي لست کې به نه وي، د ټاکنو د شکایتونو د کمیسیون مشر ګرانټ کیپن خبریالانو ته ددغو لری شویو کاندیدانو نومونه وانخیستل ولې وې ویل له لرې شویو کاندیدانو درې یې د جمهوري ریاست نوماندي وو او پاتې یې د ولایتي شوراګانو.
ګرانټ کیپن زیاته کړه دوی له ۲۶ ولایتونو نه درې سوه او دوه شکایتونه ترلاسه کړي وو او تر غور وروسته یې د احتمالي کاندیدانو په اړه تصمیم نیولي.
دوه ګونی تابعیت، له وسلوالو ډلګیو سره تړاو او له بشري حقونو سرغړونې هغه څه وو چې ددغو نوماندو د کاندیداتورۍ مخه یې نېولې، هغه وویل هر شکایت یې په خپله له کاندید او عدلي قوې سره شریک کړی.
د ټاکنو د شکایتونو د کمیسیون مشر دا ډول وویل څلور نور احتمالي کاندیدان یې جریمه کړي، درېیو له دوی پخوانۍ دندې نه وې پريښې او څلورم یې د ټاکنو کمیسیون ته غلط معلومات ورکړي وو.
په رسمي ډول د کاندیدانو په وړاندې د شکایتونو او اعتراضاتو مرحله همدا نن پاې ته ورسېده او ښايي د جون پر دولسمه د ټاکنو خپلواک کمیسیون د کاندیدانو وروستی لست اعلان کړي.