په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو پخپلو نننیو ګڼو کې د امنیت، انتخاباتو او د ځینو نورو مسئلو په اړه د مطالبو ترڅنګ په ایران کې د زهدان له پیښې سره د تړاو په تور د نیول شویو افغانانو په اړه هم ځینې مطالب خپاره کړي. په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستې او لاندنې مطلب يې چمتو کړېدې.
د ویسا خپلواکه ورځپاڼه
دې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې په غټو ټکو سره لیکلي دي، چې په ایران کې دیرش تنه افغان کډوال د اعدام شیبې شمیري.
ورځپاڼې د موضوع په دوام د ایراني چارواکو په حواله لیکلي دي، که چیرې دا ثابت شي، چې دغو کډوالو د زاهدان په پیښه کې لاس درلود نو اعدام به شي.
ورځپاڼې د همدې مخ په غټ سرلیک کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یو رپورټ په استناد لیکلي دي، چې امریکا د ستراتیژۍ د بدلون په ادعا سره هڅه کوي، چې د افغانانو پام راجلب کړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په پاکستان کې د وسلوالو طالبانو پر ضد د خلکو پاڅون، د وحشتونو په خلاف د یو نوي احساس راټوکیدل بللي دي.
د هیواد دولتي ورځپاڼه
دې ورخپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي دي، چې افغان کابینې پخپله پرونۍ غونډه کې د ترهګرۍ او منظمو جرمونو پر ضد د مبارزې لپاره د افغانستان ، پاکستان او امریکا د کورنیو چارو د وزیرانو درې اړخیز پلان تائید کړ.
ورځپاڼې په پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د دیموکراسۍ روان بهیر ته کتنه کړې او پدې ترڅ کې د افغاني ټولنې ځانګړتیاوې څیړلي دي.
په ورځپاڼه کې په راتلونکو انتخاباتو کې د خلکو د ګډون موضوع هم راغستل شوې او لیکل شویدي، چې د خلکو پراخه ګډون انتخاباتو ته مشروعیت بښي.
د ارادې خپلواکه ورځپاڼه
دې ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د نویو امریکايي سرتیرو د ځاې پر ځاې کولو مسئله راغستې، خو پوښتلي دي، چې دوې نوي تکتیکونه راوړي او که زاړه به کاروي.؟
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په کابل کې د ملګرو ملتونو د چارواکو په حواله لیکلي دي، چې په افغانستان کې امنیتي وضعه د بدلیدو په حال کې ده او پداسې شرایطو کې د انتخاباتو تر سره کول ممکن د ټولو لپاره یو چلینج وي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې په ښځو او انجونو باندې د جنسي تیریو مسئله راغستې او لیکلي دي تر هغوې چې عدلي او قضايي ادارې له دې ستونزې سره مناسب چلند ونکړي نو دا ستونزه به دوام وکړي.
د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکه ورځپاڼه
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمیر زیاتولو ته په اشارې لیکلي دي، چې د ملکي او پوځي چارواکو د انډول ساتل د پرمختګ لپاره ضروري دي.
ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې په افغانستان او پاکستان کې د شتو ستونزو د هواري او بریالیتوب لپاره له سیمې سره اشنايي اړینه بللې.
ورځپاڼې پخپل ننني کارټون کې له امریکا او نړیوالې ټولنې څخه د مرستو د ترلاسه کولو لپاره د پاکستاني چارواکو روانې هڅې انځور کړي او پدې ترڅ کې په دغه هیواد کې د وسلوالو طالبانو په خلاف روان پوځي عملیات يې تر پوښتنې لاندې راوستي.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼه
دې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې دا انتقاد کړې دې، چې په هیواد کې میشت د نړۍ د اووه دیرشو هیوادونو ځواکونه لس ولسوالۍ، چې اوس مهال د وسلوالو طالبانو په لاس کې دي نشي نیولې.
ورځپاڼې په یو بل ځاې کې په افغانستان کې د لوږې مسئله څیړلې او لیکلي دي، چې د نړیوالې ټولنې د میلیارډونو ډالرو مرستې سره سره افغانان له لوږې نه واښه خوري.
په ورځپاڼه کې د افغان پوځ او پولیسو د وړتیاو په اړه هم یو انتقادي مطلب خپور شوې او لیکل شویدي، چې د افغان ځواکونو روزلو ته سمه پاملرنه نده شوې.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼې
دې ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې د انتخاباتو په درشل کې د امنیت په اړتیا ټینګار کړې او لیکلي دي، چې په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون لپاره باید شرایط برابر شي.
خو اصلاح بیا هم له افغانستان سره کیدونکې نړیوالې مرستې څیړلي او لیکلي دي، چې ددغو مرستو د ضایع کیدو مخنیوې باید وشي.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼه
دې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د لوږې ستونزې ته کتنه کړې او پدې ترڅ کې يې په بدخشان کې د پنځو ماشومانو مړینې ته ګوته نیولې، چې د لوږې قرباني شوي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغانستان شمالي ولایتونو ته د نا امنیو په پراخیدو بحث کړې او د کندز ولایت وروستیو بیښو ته په اشارې لیکلي دي، چې دغه ولایت هم د وسلوالو په مرکز بدلیږي.
ښځې او انتخابات د ورخپاڼې یو بل څیړنیز مطلب دې، چې پکې په هغو ستونزو او خنډونو بحث شوې، چې په انتخاباتو کې د ښځو د ګډون په وړاندې پرتې دي.