سهوه دی انسان سره خطاء کیږي هر چا نه
څوک به بیګناه وی چې دنیا ډک وي ګناه نه
ورکه ته سزا ورله خوشرط به پکې داوی
دا چه هیڅ ګناه یا خطاه نه وی شوی تانه
دا دنیا که وای چیري حساب اود کتاب ځای
هیڅ یو ګنهګار به خلاص نه وه د الله نه
کم یا زیات ګناه خو دهرچانه دلته شوی دی
څوک پرې ښه پوهیږي څوک خبرندی دځانه
دا د نفرت پیټی دا کینه د زړه نه لیرې کړه
پریده عداوت که په ریښتیا یې مسلما نه
یوځل ته خپل خواراوضعیف ملت ته وګوره
نلری علاج خلک مړکیږي ملاریا نه
هر وطن جوړیږي محبت اوورورولي سره
وګوره لږ نوروته پند واخله د دنیا نه
تور اوسپین یو دی په اسلام کی فرق نلری
څنګه با ایمان یی چه منی ته د شیطا نه
لږ نظر که وکړی طاهری د زړه هنداری ته
ډیر به ګنهګار شی ته پخپله به زمانه