د کاناډا د دفاع وزارت خبر ورکړ چي په افغانستان کي يې د خپل هيواد يوسل نونسم عسکر له لاسه ورکړ.
د دفاع وزارت وايي ٢٠ کلن الکساندر پيلوکيون د دوشنبې په ورځ د کندهار په ولايت کي د سختو زخمونو له امله په روغتون کي ساه ورکړ.
د خبرپاڼي له مخي دغه عسکر د کندهار په لوېديځ کي د ګزمې پر مهال د ماين په يوه چاودنه کي ټپي سوئ وو، چي وروسته د کندهار په هوايي ډګر کي د ژورو زخمونو له امله مړ سو.