کور / تازه خبرونه / پنټاګان: افغانستان ته ۷۰۰۰ سمندري پوځيان ورسېدل

پنټاګان: افغانستان ته ۷۰۰۰ سمندري پوځيان ورسېدل

د امريكا د دفاع وزارت په افغانستان كي د ۷۰۰۰ تازه دمو پوځيانو د رسېدلو خبر وركړ.


د اسوشيېټيډ پريس آژانس وايي د امريكا د سمندري ځواك دغه پوځيان د باراك اوباما د هغه ۲۱۰۰۰ پوځيانو يوه برخه ده چي هغه يې افغانستان ته د لېږلو پرېكړه كړې وه.


راپور زياتوي چي دغه پوځيان به د كندهار او هلمند په نا ارامو ولايتونو كي چي د طالبانو زړه بلل كېږي، ځاى پر ځاى سي او هلته به د امنيت او ثبات په ټينګولو كي د كاناډايي او برتانوي پوځيانو ترڅنګ ماموريت ته دوام وركړي.


د دفاع وزارت وايي د سمندري ځواك دغه پوځيانو ډېره برخه به د ډيورنډ پر كرښه د رېګستان په سيمه كي ځاى پر ځاى سي چي له بلوچستان څخه كندهار او هلمند ته طالبان د تګ راتګ دپاره كار ځني اخلي.