شمالي كوريا دوه امريكايي ژورناليستان په ۱۲ كاله بند محكوم كړل.
د شمالي كوريا حكومتي آژانس سي، اين، اې خبر وركوي چي محكمې په پلازمېنه پيانګ يانګ كي رايونالي او آغلي لارا لنګ ته دغه سزا د بندو دروازو ترشا واوروله.
په خبر كي د دوى جرم خورا غټ ښودل سوئ، خو په دې هكله يې نور تفصيل نه دئ وركړئ.
د شمالي كوريا پوځيانو دغه امريكايي ژروناليستان د مارچ پر ۱۷ – مه د چين پولي ته نيژدې نيولي وو، چي د پيانګ يانګ حكومت يې د نيولو لامل په ناقانونه توګه شمالي كوريا ته ننوتل په ګوته كړل، خو د امريكا حكومت وايي د دوى اتباع د چين په خاورو كي دننه نيول سوي دي.