کور / راپور / ريدي ګل يوه ريښتينې مشاعره

ريدي ګل يوه ريښتينې مشاعره

سږ كال له ريدي ګل هغه مهال خبر شوم چې يوه ورځ ورته پاتي وه، له كندوزيانو مې ګيله وكړه چې هلكه ولې مو دومره ناوخته خبر كړم، هغوى هم خولې ژولې او ويل يې چې ډېر ناوخته يې امكانات برابر كړل او د مشاعرې تابيا يې ونيوله. زه هم له ملګرو سره يوځاى ډېر ناوخته ورروان شوم او نږدې نيمه شپه ورورسېدم، د (( رېديو شپه او څو غزلونه )) تر عنوان لاندې يو ښكلې مشاعره روانه وه، ځلميو شاعرانو په كې ښكلي غزلونه ويل تاسې په خداى يقين وكړئ، چې په ژوند كې لومړى ځل يوې مشاعرې دومره مزه راكړه. ماتر اوسه په ډېرو مشاعرو كې ګډون كړى، خو دا لومړى ځل دى چې په ما يوې مشاعرې داسې تاثير وكړ، چې زه اوس نه شم كولى هغه كيفيت ووايم، زه دا نه وايم چې په دغه مشاعره كې خلكو له نورو مشاعرو ډېر ښه شعرونه ولوستل چې په ما يي ډېر اغېز وكړ، نه داسې نه ده بلكې د دغې مشاعرې نظم او دسپلين او بل چې داسې نه وه لكه په نورو مشاعرو كې چې ګډونوال يوازې خپلو يارانو دوستانو ته چك چكې كوي او دې ته نه ګوري چې هغه كنځل كړي او كه هسې چټيات يې ويلي، بلكې د دغې مشاعرې ګډونوالو د ښه شعر پېژندلو ځواك درلوده او هر ښه شعر يې په چكو او واه، واه نمانځه . چې په ما يې ښه اغېز وكړ، بل د يادونې خبره چې د شپې په دغه مشاعره او د ورځې د ريدي ګل په مشاعره كې يې په ما ډېر اغېز وكړ هغه د كندوزي ځلميانو مينه وه هغوى خپلو مېلمنو ته دومره مينه وركوله چې مېلمنو يې هيله هم نه درلوده، دغه مشاعره په يو تالار كې جوړه شوې وه، چې خدمتګاران يې نه درلودل،خو كندوزي فرهنګپاله ځلميانو په خپله د مېلمنو پالنې ته مټې بډوهلې وې. په ريدي ګل كې ډېره د خوند خبره دا وه چې دا هېواد د نورو ټولو مشاعرو سره په توپير په كې دولتي مسوولينو ګډون نه درلود، او نه پرې د هېواد د نورو مشاعرو په څېر په سلګونو زره افغانۍ لګښت راغلى چې كوم لوى دولتي چارواكي يا د مخدره موادو كوم تجار يې لګښت منلى وي،بلكې دغه مشاعره د څو تنو ځلميانو په خپل منځي چنده او د يو دوه كسو په ډېره كمه مرسته جوړه شوې وه . ريدي ګل مشاعره په ريښتنيني ډول مشاعره وه، نه والي جوړه كړې وه، نه ولسوال او يوازې تر ادبي حده پاتي شوه، نه سياسي شوله او نه نظامي، نه د چا شعر سانسور شو او نه چا په شعر كې چاته كنځلې وكړې، او يوازې د يوې ريښتينې مشاعرې تر حدودو پاتي شوه، زما په نظر د كندوزيانو ريدي ګل د يوې مشاعرې اصلي شكل دى، او دا به د هېواد په سطحه د ريښتينې مشاعرې يوه ښه بېلګه وي ، زه يې له امله كندوزي شاعرانو او فرهنګيانو ته مباركي وايم او د نورو ولايتونو له فرهنګيانو هم هيله كوم چې خپلې مشاعرې همدغسې ساده او د سياست له كړيو لرې وساتي.