د شهید عبدلصمد روحاني لمړی تلین د روان کال د جون په ۷ نېټه په بلجیم کښي د هالنډ او بلجیم مېشتو ژورنالیستان لخوا ونمانځل شو، په دې غونډه کې چې یو شمېر ژورنالستانو، لیکوالو، د فرهنګي ټولنو مشرانو، استازو او د شهید روحاني مینه والو ګډون کړی وو.
په پیل کې ليکوال او ژورناليست ښاغلی نذير احمد نذير د شهید عبدالصمد روحاني ژوند لیک ولوست او ويې ويل اوس په افغانستان کي دود ګرځيدلی چي خبريالان د ټيلفون په مټ له امنيتي چارواکو او مخالف لوري د جګړې خبر او مرګ ژوبلي شمېره ترلاسه کوې او له هغه يو خبر جوړوي ، خو ارواښاد شهيد روحاني د خپل خبر د کره توب لپاره د پښې ځای ته ځان رساوه ، نوموړي د جنګي خبرونو تر څنګ له سيمي څخه د بيا رغوني او امن رپورټونه هم ورکوله چي عادي ژورناليستان دومره آغه نه کوي .
د لر او بر ویب پاڼې مسول عبدالله احسان وويل که څه هم ارواښاد روحاني له بي بي سي او پژواک خبري اژانس سره په رسمي ډول کار کاوه خو هغه خبرونه چي د همدې ادارو د پاليسو په چوکاټ کي نه ځايېده شهيد روحاني يې د ويبپاڼو او نورو خپلواکو رسنيو له لاري د خپرېدو هڅه کوله او له دې لارې يې د ولس ږغ ته انعکاس ورکاوه . نوموړي دوه کاله پخوا په کندهار کي د شهيد روحاني سره د وروستۍ ليدني کتني خاطره بيان کړه او زيا ته يې کړه چي ارواښاد روحاني دځينو نورو ژورناليستانو غوندي يوازي د وژنو او ورانيو د خبرونو چمتوکوونکی نه و ، بلکي په ټولنيزو چارو کي يې هم د ولس د پرمختګ او ستونزو په اړه خبرونه چمتو کوله .
ورپسې حاجي امين باوري هم د شهید روحاني سره د خپلې پېژندګلوۍ او د هغه د کاري وړتیا او خدمتونو په اړه یی اوږدې خبرې وکړې، همدا رنګه یو شمېر نورو ژورنالستانو هم د عبدلصمد روحاني د شهادت او همدارنګه دولت د ناغېړۍ په اړه خبرې وکړې چې ولې تر اوسه پورې د شهید صمد روحاني قاتلین ونه موندل شول.
د غونډې ګډونوالو په یوه خوله له دولت څخه بیا هم د عبدلصمد روحاني د قاتلینو د موندلو غوښتنه وکړه او همدارنګه یې څو ورځې وړاندې د هلمند د والي ګلاب منګل له خوا د هغه ژمنې چې د شهید روحاني په نوم به یوه ښونځی نوموي او کورنۍ ته به یوه نمره د اوسېدو ځمکه ورکوي هر کلي وکړ او وې غوښتل چې دا ژمنه دې د قاتلینو د موندلو د ژمنې غوندې ونه ځنډول شي.
د یادولو وړ ده چې ځوانیمرګ عبدالصمد روحاني پوره یو کال وړاندې په هلمند ولایت کې د نامعلومو وسلوالو لخوا وتښتول شو، چې پر سبا یی مړی په یوه هدېره کې وموندل شو، او د هلمند ولایت دولتي چارواکو ژمنه وکړه چې په یوه اونۍ کې به یی قاتلین وموندل شي، خو له هغه وخت دادي پوره ۳۶۶ ورځې ووتلي دي چې لا هم دولت په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی دی. شهید عبدالصمد روح ته د دعا په لوستلو سره پای ته ورسیده.