کور / تازه خبرونه / قاري سجاد: انورالحق مجاهد په افغانستان کي دئ

قاري سجاد: انورالحق مجاهد په افغانستان کي دئ

 

د توري بوړي د طالبانو وياند هغه خبرونه رد کړل چي وايي پاکستاني امنيتي ځواکونو مولوي انورالحق مجاهد په پېښور کي نيولئ دئ.

له تېرو څلورو ورځو راهيسي په ځينو رسنيو کي داسي خبرونه خپرېږي، چي وايي د توري بوړي په نوم د طالب جنګياليو مشر انورالحق مجاهد په پېښور کي نيول سوئ دئ.

د توري بوړي د جنګياليو وياند قاري سجاد لر او بر ويبپاڼي ته د خپل مشر د نيولو ټول خبرونه رد کړل.

قاري سجاد وايي مولوي انور الحق مجاهد د طالبانو د مشر ملامحمد عمر اخند د يوه فرمان له مخي د پکتيا ولايت مسئول ټاکل سوئ، چي اوس هم هلته د حکومت او بهرنيو پوځيانو په مقابل کي په مبارزه بوخت دئ.

د پخواني جهادي مشر مولوي محمديونس خالص مشر زوى مولوي انورالحق مجاهد له نيژدې درو کلونو راهيسي د توري بوړي په نامه د طالبانو يوه ډله راغونډه کړې او په ننګرهار ولايت کي د افغان حکومت او بهرنيو ځواکونو پر ضد جنګېږي. نوموړى د طالبانو د نظام تر نړېدو و وروسته د حامد کرزي له حکومت سره يو ځاى سو، خو ډېر ژر له حکومتي ليکو جلا او د مخالفت دريځ يې غوره کړ.