کور / تازه خبرونه / ملي امنيت: پاکستانى ځانمرګى ونيول سو

ملي امنيت: پاکستانى ځانمرګى ونيول سو

افغان امنيتي چارواکي وايي په کندهار ولايت کي يې يو پاکستانى ځانمرګى بريدکوونکى نيولئ دئ.


په کابل کي د ملي امنيت له خوا يوه خپره سوې خبرپاڼه وايي ١٧ کلن حيدر د محمود زوى چي د پاکستان د پنجاب ايالت د مظفرګړهـ ولسوالي اوسېدونکى دئ، د کندهار د ملي امنيت د کارکوونکو له خوا د دغه ښار د پنځمي ناحيې د دېخوجې په سيمه کي له ځانمرګي صدرۍ سره نيول سوئ دئ.


په اعلاميه کي راغلي چي حيدر پر خپل جرم اقرار کړئ او وايي د ډيورنډ کرښي ته څرمه د بلوچستان ايالت په چمن ښارګوټي کي د مولوي حميدالله په نوم يوه کس کندهار ته د راتګ زمينه ورته مساعده کړې وه، چي دلته ځانمرګى بريد وکړي.


دغه اوولس کلن ځوان پر داسي مهال په کندهار ښار کي نيول کېږي، چي پرون د دې ولايت په دوو بېلابېلو ولسواليو کي ځانمرګي بريدونه وسول.


پرون شنبه د جون پر شپږمه په بولدک کي يوه ځانمرګي پنځه کسان مړه او اته ټپيان کړل او دوهم يې په ژړۍ ولسوالي د خپل ژوند په بيه دوه ولسي کوچنيان ټپيان کړي وو.