کور / تازه خبرونه / د سروضې امنيه قومندان مړ او ولسوال ټپي سو

د سروضې امنيه قومندان مړ او ولسوال ټپي سو


د پكتيكا ولايت چارواكي وايي د دې ولايت د سروضې ولسوالي امنيه قومندان په يوه حمله كي وژل سوئ او ولسوال يې ټپي سوئ دئ.


د پكتيكا د والي وياند حميدالله ځواك وايي وسله والو طالبانو د يكشنبې په سهار د ولسوال او امنيه قومندان پر كاروان بريد وكړ، چي امنيه قومندان محمدجانان پكښي مړ او ولسوال رازمحمد پكښي ټپي سو.


د ښاغلي ځواك په وينا امنيه قومندان او لسوال له ارګون څخه سروضې ولسوالي ته روان وو، چي له وسله وال بريد سره مخ سول.